د کندهار ولایت صنعت او کانونو خونې مسوولین وايي، په دې ورستیو کې بانکونه اوسپنیز او واړه بانک نوټونه نه اخلي،چې له امله یې د صنعت کارانو د کاروبار ګټي مخه نیولې.
د یادې خونې مشر سید سرور اماني وايي، که دولت له صنعتکارانو واړه بانک نوټونه وانه خلي،نو په خبره یې زیات شمېر کارخونې به وتړل شي او زرګونه کسان به بېکاره شي.
اماني زیاته کړه:« زموږ لویه ستونزه دا ده،چې خلکو مو د فعالیت پر ځای د سقوط لور ته روان دي، خلک بې کاره کېږي، ځکه کاروبار یې پر وړو بانک نوټونو دی، عاید یې پر وړو بانک نوټونو دی،خو لګښت کې ترې غټ بانک نوټونه غواړي.»
د یاد ولایت صنعتکاران هم شکایت کوي،چې له مشتریانو سره یې کاروبار ټول په واړه بانک نوټونو دی،خو بانکونه واړه بانک نوټونه او اوسپنیزې پیسې نه اخلي.
صنعت کار عبدالمنان افغان :« له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې له موږ د ۱۰ او ۲۰ بانک نوټونه د برښنا بل، مالیه او نورو چارو کې واخلي،که یې وانخلي، دغه کومه لږه ګټه،چې کوو، هغه به هم له لاسه ورکړو. زموږ دا ستونزه ډېره لویه ده او باید حل شي.»
صنعت کار ګل آغا بیا وايي:« زما د برښنا بل ۱۳۰۰ زره افغانۍ راغلی دی. زه بانک ته ورغلم،چې په ۱۳۰۰ زره کې ۳۰۰ زره افغانۍ واړه بانک نوټونه واخلئ،خو وې نه منله. بیا مې د برښنا ریاست مشر ته مې عریضه وکړه، ورته ومې ویل،چې ټولې پیسې دا دي. دوی له موږ غټ بانک نوټونه غواړي،خو موږ یې نه لرو. څه وکړو؟»
تر دې وړاندي افغانستان بانک له صنعت کارانو واړه بانک نوټونه قبلول او همدارنګه زاړه بانک نوټونه يې راټولؤ خو وروستیو کې دغه پروسه درېدلې ده.داچې ولي؟ وموغوښتل په دې اړه په کندهار کې د افغانستان بانک له مسوولینو نظر هم واخلو،خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.