Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار صنعت او کانونو خونه: بانکونه اوسپنیز او واړه بانک نوټونه نه اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/17

د کندهار ولایت صنعت او کانونو خونې مسوولین وايي، په دې ورستیو کې بانکونه اوسپنیز او واړه بانک نوټونه نه اخلي،چې له امله یې د صنعت کارانو د کاروبار ګټي مخه نیولې.

د یادې خونې مشر سید سرور اماني وايي، که دولت له صنعتکارانو واړه بانک نوټونه وانه خلي،نو په خبره یې  زیات شمېر  کارخونې به وتړل شي او زرګونه کسان به بېکاره شي.

اماني زیاته کړه:« زموږ لویه ستونزه دا ده،چې خلکو مو د فعالیت پر ځای د سقوط لور ته روان دي، خلک بې کاره کېږي، ځکه کاروبار یې پر وړو بانک نوټونو دی، عاید یې پر وړو بانک نوټونو دی،خو لګښت کې ترې غټ بانک نوټونه غواړي.»  

د یاد ولایت  صنعتکاران هم شکایت کوي،چې له مشتریانو سره یې کاروبار ټول په واړه بانک نوټونو دی،خو بانکونه  واړه بانک نوټونه  او اوسپنیزې پیسې نه اخلي.

صنعت کار عبدالمنان افغان :« له حکومته   مو غوښتنه  دا ده،چې له موږ د ۱۰ او ۲۰ بانک نوټونه د برښنا بل، مالیه او نورو چارو کې واخلي،که یې وانخلي، دغه کومه لږه ګټه،چې کوو، هغه به هم له لاسه ورکړو. زموږ دا ستونزه ډېره لویه ده او باید حل شي.» 

صنعت کار ګل آغا  بیا وايي:« زما د برښنا بل ۱۳۰۰ زره افغانۍ راغلی دی. زه بانک ته ورغلم،چې په ۱۳۰۰ زره کې ۳۰۰ زره افغانۍ واړه بانک نوټونه واخلئ،خو وې نه منله. بیا مې د برښنا ریاست مشر ته مې عریضه وکړه، ورته ومې ویل،چې ټولې پیسې دا دي. دوی له موږ غټ بانک نوټونه غواړي،خو موږ یې نه لرو. څه وکړو؟» 

تر دې وړاندي افغانستان بانک له صنعت کارانو واړه بانک نوټونه قبلول او همدارنګه زاړه بانک نوټونه يې راټولؤ خو وروستیو کې دغه پروسه درېدلې ده.داچې ولي؟  وموغوښتل په دې اړه په کندهار کې د افغانستان بانک له مسوولینو نظر هم واخلو،خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist