د هلمند ناومېش ولسوالۍ ګري سیمې اوسېدونکي له کلونو راهیسې د وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د دې سیمې اوسېدونکي وايي، د اوبو د کمښت له امله په کال کې یوازې یو فصل کري، خو د همدې یوه فصل د خړوبولو لپاره هم کافي اوبه نه لري او له امله یې کرنیز حاصلات کم شوي او د دوی اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې دي.
د نومېش اوسېدونکی، عبدالرازق وايي: « موږ د تنګي د بند لپاره بار بار ورغلي یو او سروې کوونکي هم راغلي او ګرځېدلي دي. په ځینو ځایونو کې یې سروې هم کړې؛ موږ حکومت ته ویلي چې موږ بله لاره لرو او دغه لاره دې د بند جوړولو لپاره وتړل شي. که دا بند جوړ شي، موږ خو پرېږده، د دایکندي کجران ولسوالۍ به هم ورسره آباده شي.»
دوی وايي، په سیمه کې د باراني اوبو د مهارولو لپاره په تنګي او پاشدان سیمو کې د بندونو جوړولو مناسب ځایونه شته، خو لا یې د جوړولو لپاره ګام نه دی اوچت شوی.
د دوی په خبره، که په دغو سیمو کې بندونه جوړ شي، نه یوازې د ناومېش ولسوالۍ او د ګري سیمې د اوبو ستونزه به راکمه کړي بلکې ګاونډۍ سیمې او ان د دایکنډي ولایت اوسېدونکي به هم ترې ګټه واخلي.
د نومېش اوسېدونکی، غلام رباني وايي: « زموږ ۹۰ په سلو کې ځمکې وچې دي، خو که بند وتړل شي، موږ به ډېر هوسا شو.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی، عبدالمنان وايي: « که دا بند وتړل، تر راتلونکو شلو کالو به وچکالي پر موږ اغېز ونه لري. اوسمهال موږ یوازې یو فصل کرو، دویم فصل ته اوبه نه لرو.»
بله خوا، د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، د ګري سیمې د درې په نوم ځای یې د بند جوړولو لپاره سروې کړی او په دې ځای کې د بند جوړولو هیله شته.
دوی هیله څرګندوي چې د دې بند له جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو د اوبو ستونزې ته رسېدنه وشي.
د هلمند والي ویاند، محمد قاسم ریاض وايي: « د نومېش ولسوالۍ د ګري سیمې تنګی د بند جوړولو لپاره ښه مناسب ځای دی. دې سیمې ته له دې وړاندې د سروې ټیمونه تللي، اړوند سکټورونه په جریان کې دي؛ هیله لرو چې د تړلو لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.»
د ناومېش ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې د اوبو د بندونو جوړېدو غوښتنه کوي چې وچکالۍ او د اوبو کمښت د هلمند اکثریت ولسوالۍ زیانمنې کړې دي او کرنیز فعالیتونه په کې محدود شوي.