Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زاخارووا: اسلامي امارت به مناسب وخت کې په رسمیت وپېژندل شي

روسیې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/22

د روسیی بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري او له سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو، د روان کړکېچ د هواري ملاتړ کوي.

د روسیی بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې اترې د سولې د ټینګښت او د سیمې د امنیت لپاره اړینې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د ثبات او له خاورې څخه د ترهګرۍ د ګواښونو او په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې د ګواښ له منځه وړل، ګډ هدفونه بللي دي.

زاخارووا زیاته کړې: « د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د سولې د ټینګښت او د سیمې د امنیت لپاره اړینې دي.  د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د ټولو هېوادونو په ګډه همکارۍ، له پټو موخو او دوه ګوني معیارونو پرته ترسره شي. د سیمه‌ییزو ستونزو لپاره سیمه‌ییزو حل‌لارو اصل باید په پام کې ونیول شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د سیمې شرایط او د ټولو ښکېلو اړخونو ګټې په پام کې ونیسي.»

د نوموړې په وینا، دا هڅې باید د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې د خنډونو له لرې کولو او د امنیت په ټینګښت کې د دولتي بنسټونو د رول له پیاوړتیا سره هممهاله وي.

هغې زیاته کړې، روسیه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډو بهیر ته لومړیتوب ورکوي؛ هغه بهیر چې روسیه، افغانستان، پاکستان، هند، ایران، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه په کې ګډون لري.

دا دویم ځل دی چې روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول لوبولو ته چمتوالی اعلانوي. له دې وړاندې، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیرکابلوف هم ورته چمتوالی ښودلی و.

افغان شنونکي بیا وايي، تر هغو چې د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستان او په تېره بیا د دې هېواد د استخباراتي ادارې(آی‌اېس‌آی) په سیاستونو کې بدلون را نه شي، دا هلې ځلې مثبته پایله نه شي لرلی.

د دوی په خبره، د پاکستان استخبارات د لوېدیځې نړۍ نه پیسې اخلي او د سیمې د نا امنه کولو لپاره یې پروژوې پلې کوي.

د چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ وايي: « روسان په سیمه کې امن غواړي، له افغانستان او پاکستان سره د ښو اړیکو هیله لري. زه هیله لرم د پاکستان پوځ او استخبارات په خپل ولس ورحمېږي او د ښه ژوند لپاره یې له سوله ییزو لارو کار واخلي نه له جګړو. پاکستان په سیمه کې د جګړو له خپرولو ډالر ترلاسه کوي او دا لوبه د لوېدیځې نړۍ په ملاتړ، له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې روانه ده.»

شنونکي دا هم وايي چې تر دې مخکې د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین له خوا هم ورته هڅې شوې دي، خو د پاکستان نا معقولو غوښتنو چې د اسلام اباد د سیاستونو هنداره ده، دا هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړې.

د مسکو له خوا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره دا وړاندیز داسې مهال شوی چې دا مهال د بریټانیا ځانګړي استازي هم په دې همدې هڅې پیل کړې دي او په تړاو یې په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو له چارواکوسره خبرې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي
افغانستان

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026
کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته  فعال شو
افغانستان

کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته فعال شو

نوومبر 22, 2026
د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه
افغانستان

د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه

نوومبر 22, 2026
انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ
افغانستان

انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

نوومبر 22, 2026
ملګري ملتونه: پاکستان هغه ژمنې ماتې کړې چې د کډوالو منلو په برخه کې یې کړې وې
افغانستان

پاکستان کې د افغانستان سفارت: نوي سلنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

نوومبر 22, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026

وروستي خبرونه

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې 

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې 

نوومبر 22, 2026
هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانېست

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانېست

نوومبر 22, 2026
کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته  فعال شو

کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته فعال شو

نوومبر 22, 2026
د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه

د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه

نوومبر 22, 2026
انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

نوومبر 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist