په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، له پاکستان څخه کابو نوي سلنه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او یوازې له لس تر پنځه لس سلنو کډوال پاتې دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سفیر سردار احمد شکېب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له نوې مشرې، نوریکو تکاگي سره کتلي او په تېرو درېیو کلنو کې یې په پاکسان کې د افغان کډوالو ستونزو او بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو په تړاو خبرې کړي.
خبرپاڼه کې د سردار احمد شکېب له خولې لیکل شوي: « په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له نوې ټاکل شوې مشرې سره لیدنه کې په تېرو درېیو کلونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنېدو او بیا ادغام پر بهیر، له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(UNHCR ) پر مرستو او د هغوی پر وړاندې پر شته ننګونو په اړه خبرې شوې. دا مهال په دې هېواد کې نږدې لس سلنه افغان کډوال پاتې دي او نور نوي سلنه یې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.»
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ټنیګار کړی چې د افغان کډوالو اړوند چارې باید د ګډو مکانېزمونو له مخې ترسره شي او د افغان کډوالو انساني کرامت هم په پام کې ونیول شي.
سردار احمد شکېب په دې اړه ویلي: « د افغان کډوالو اړوند چارې باید د ګډو مکانېزمونو او د ټولو اړوندو لورو ترمنځ د مشورو له لارې پر مخ یوړل شي، ترڅو له هغوی سره د هر ډول ناوړه چلن او ځورونې مخه ونیول شي او بشري حقونه، انساني کرامت او عزت یې خوندي پاتې شي.»
لیدنه کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ نوې رییسې له افغان سفیر څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې چې هڅه به وکړي ترڅو د افغان کډوالو ستونزې په سمه توګه درک کړي او د ټولو ښکېلو اړخونو په همغږۍ سره به، د حل مناسبې لارې ورته ولټوي.
د کډوالو چارو شنونکي بیا ټینګار کوي چې هېواد ته بېرته راستنېدل باید په خوندي ډول ترسره او په کور دننه ورته د ژوند امکانات برابر شي.
افغان کډوالو او بېرته راستنو شویو ته ژوند امکانات برابرېدل یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی بلکې نړیوال سازمانونه هم مسوولیت لري چې په دې برخه کې ګوټلي ګامونه واخلي او خپل رسالت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې پر دې خاوره د اوسېدلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره لاس په ګرېوان وو او د ډېرو افغان کډوالو شتمني هلته ترې په زور ګرځول شوې ده. دوی د دغې ګرځول شوې شتمنۍ د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي.