Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/22

د اسلامي امارت جګپوړي غړي، انس حقاني ویلي، بګرام د افغانستان او افغانانو دی او امریکا دا حق نه لري چې د بګرام هوايي اډه خپله کړي.

حقاني له یوه امریکايي یوټیوبر سره په مرکه کې زیاته کړې، بګرام د افغانانو په تاریخ کې د ښایست او ښکلاګانو سمبول و، خو د پخواني شوروي اتحاد او ورپسې د امریکا د یرغل په کلونو  کې د بګرام د ښکلا انځور د وحشت او شکنجې په انځور بدل شو.

حقاني د هغو زرګونو بندیانو خاطرو ته په اشارې چې د دې هوايي اډې په زندان کې ساتل شوي، ویلي چې  د هغوی د شتون نښې لا هم د بګرام پر دېوالونو پاتې دي.

انس حقاني زیاته کړې: « بګرام د افغانانو په تاریخ، روایاتو او کیسو کې د حسن او جمال یو انځور و، خو امریکایاتو او پخواني شوروي اتحاد دا انځور بدل کړ. د بګرام په زندان کې ډېر خلک شکنجه شوي، ماشومان شکنجه شوي، د بګرام په زندان کې ظلمونه شوي او له وحشت څخه کار اخیستل شوی. اوس نو امریکا راځي او وايي چې بګرام زموږ دی.»

انس حقاني په دې مرکه کې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو پر لاسوهنو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانان نورو هېوادونو ته نه دي ورغلي بلکې بهرني ځواکونه د دوی هېواد ته راغلي.

حقاني په دې اړه زیاته کړې: موږ هیله لرو چې افغانستان یو ځل بیا د نورو د سیاستونو قرباني نه شي. موږ غواړو عادي ژوند وکړو او زموږ ماشومان او نوی نسل وکولی شي په عادي ډول زده کړې وکړي او له ژوند څخه خوند واخلي. هر ځل چې د نورو هېوادونو سیاستونه زموږ پر هېواد تپل شوي، ستونزې رامنځته شوې دي.»

انس حقاني په دې مرکه کې اسلام د سولې او عدالت دین بللی او ویلي یې دي چې اسلام د ټولو دینونو د پیروانو حقونه په رسمیت پېژني.

انس حقاني د بګرام په اړه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، څو څو وارې د بګرام هوايي اډې پرېښودل د پخواني ولسمشر، جوبایډن ستره تېروتنه بللې او امریکا ته یې د دې اډې د بېرته سپارلو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي
افغانستان

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026
کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته  فعال شو
افغانستان

کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته فعال شو

نوومبر 22, 2026
د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه
افغانستان

د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه

نوومبر 22, 2026
ملګري ملتونه: پاکستان هغه ژمنې ماتې کړې چې د کډوالو منلو په برخه کې یې کړې وې
افغانستان

پاکستان کې د افغانستان سفارت: نوي سلنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

نوومبر 22, 2026
زاخارووا: اسلامي امارت به مناسب وخت کې په رسمیت وپېژندل شي
افغانستان

روسیې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی اعلان کړ

نوومبر 22, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026

وروستي خبرونه

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې 

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې 

نوومبر 22, 2026
هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانېست

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون پرانېست

نوومبر 22, 2026
کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته  فعال شو

کابل کې د سویس د بشري مرستو دفتر بېرته فعال شو

نوومبر 22, 2026
د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه

د هوايي ځواک بېرته رغولو په لړ کې، یوه بله جېټ الوتکه هم ترمیم او په هوا شوه

نوومبر 22, 2026
انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

انس حقاني: بګرام د ښکلا سمبول و، خو د روس او امریکا یرغلونو د شکنجې په سمبول بدل کړ

نوومبر 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist