د روسیی بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري او له سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو، د روان کړکېچ د هواري ملاتړ کوي.
د روسیی بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې اترې د سولې د ټینګښت او د سیمې د امنیت لپاره اړینې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د ثبات او له خاورې څخه د ترهګرۍ د ګواښونو او په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې د ګواښ له منځه وړل، ګډ هدفونه بللي دي.
زاخارووا زیاته کړې: « د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د سولې د ټینګښت او د سیمې د امنیت لپاره اړینې دي. د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د ټولو هېوادونو په ګډه همکارۍ، له پټو موخو او دوه ګوني معیارونو پرته ترسره شي. د سیمهییزو ستونزو لپاره سیمهییزو حللارو اصل باید په پام کې ونیول شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د سیمې شرایط او د ټولو ښکېلو اړخونو ګټې په پام کې ونیسي.»
د نوموړې په وینا، دا هڅې باید د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې د خنډونو له لرې کولو او د امنیت په ټینګښت کې د دولتي بنسټونو د رول له پیاوړتیا سره هممهاله وي.
هغې زیاته کړې، روسیه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډو بهیر ته لومړیتوب ورکوي؛ هغه بهیر چې روسیه، افغانستان، پاکستان، هند، ایران، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه په کې ګډون لري.
دا دویم ځل دی چې روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول لوبولو ته چمتوالی اعلانوي. له دې وړاندې، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیرکابلوف هم ورته چمتوالی ښودلی و.
افغان شنونکي بیا وايي، تر هغو چې د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستان او په تېره بیا د دې هېواد د استخباراتي ادارې(آیاېسآی) په سیاستونو کې بدلون را نه شي، دا هلې ځلې مثبته پایله نه شي لرلی.
د دوی په خبره، د پاکستان استخبارات د لوېدیځې نړۍ نه پیسې اخلي او د سیمې د نا امنه کولو لپاره یې پروژوې پلې کوي.
د چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ وايي: « روسان په سیمه کې امن غواړي، له افغانستان او پاکستان سره د ښو اړیکو هیله لري. زه هیله لرم د پاکستان پوځ او استخبارات په خپل ولس ورحمېږي او د ښه ژوند لپاره یې له سوله ییزو لارو کار واخلي نه له جګړو. پاکستان په سیمه کې د جګړو له خپرولو ډالر ترلاسه کوي او دا لوبه د لوېدیځې نړۍ په ملاتړ، له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې روانه ده.»
شنونکي دا هم وايي چې تر دې مخکې د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین له خوا هم ورته هڅې شوې دي، خو د پاکستان نا معقولو غوښتنو چې د اسلام اباد د سیاستونو هنداره ده، دا هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړې.
د مسکو له خوا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره دا وړاندیز داسې مهال شوی چې دا مهال د بریټانیا ځانګړي استازي هم په دې همدې هڅې پیل کړې دي او په تړاو یې په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو له چارواکوسره خبرې کړې.