سوریه کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۹ تنه و وژل شول.
راپورونه وايي، په وژل شویو کې ۴ امریکايي ځواکونه هم شامل دي.
دغه ځانمرګی برید د سوریې په منبیج ښار کې د امریکايي ځواکونو پر یوه کاروان شوی دی.
ویل کیږي چې دا کاروان (پرېنسیز) په نوم د یوه رستورانت مخ ته ولاړ و چې برید کوونکې یې ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړه.
د دې ځانمرګي برید مسوولیت په سوریه کې داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
د امریکايي چارواکو د راپورونو پر بنسټ دا په تیره یوه میاشت کې شپږم ستر برید دی چې ګڼ شمیر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.