هرات کې د کورنيو تولیداتو ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون جوړ شو. مسوولین د یاد نندارتون جوړولو موخه د کورنيو تولیداتو ملاتړ او په نړیواله کچه ورته بازارموندنه یادوي.
په دې نندارتون کې تر ډېره کورني تولیدات، لاسي صنایع، کاني توکي، درمل او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندي شوي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضيزاده په دې اړه وايي: « موږ په دې نندارتون کې زموږ نړیوال همکاران هم له ځانه سره لرو. دا هغوی ته زموږ د تولیدي توکو د ور پېژندلو لپاره یو فرصت دی. موږ به هڅه وکړو چې د نړیوالو ملګرو له نظرونو او تجربو هم ګټه واخلو.»
د نندارتون جوړولو مسوول، محمد هاشم وهاج وايي: « په دې نندارتون کې له سلو څخه زیاتې غرفې اېښودل شوې چې په کې د هېواد کورني تولیدات لکه درمل، لاسي صنایع، فولاد، خوراکي توکي او نور نندارې ته اېښودل شوي دي.»
د نندارتون ګډونوال بیا د ورته نندارتونونو جوړول کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي او د هېوادونو ترمنځ د ورته نندارتونونو پر زیاتوالي ټینګار کوي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د بازارموندنې مدیر، سید همایون غریب مل وايي: « دا نندارتونونه که د هېواد په داخل کې وي یا بهر، ډېره ګټه لري. موږ کولی شو په دې ډول نندارتونونو کې خپلو تولیداتو ته بهرنی بازار پیدا کړو. په ټوله کې دا ډول نندارتونونه د بازار موندلو لپاره ډېر مثبت رول لري.»
ایراني صنعتکار، مهدي اخلاقي پور وايي: « دا ډول نندارتونونه کولی شي د صنایعو او تولیداتو په تعامل کې زموږ له ګاونډي هېواد سره مرسته وکړي، ترڅو هغوی هم د کرنیزو محصولاتو په تولید او پروسېس کې لا ښه فعالیت ولري.»
د هرات ځایي مسوولین بیا په نړیواله کچه کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه، د کورنيو نندارتونونو زیاتوالی او په بهرنیو نندارتونونو کې د کورنيو تولیداتو نندارې ته اېښودلو زمینې برابرېدو ډاډ ورکوي.
په ورته مهال، هرات کې د ایران کونسلګرۍ مسوولین هم د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي او په خبره یې، د ورته ګډو نندارتونونو جوړول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکي لا پیاوړي کړي.
د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس، حکمت الله منصور وايي: « زه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په استازیتوب، ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې موږ له دوی سره پوره همکار یو، ترڅو د هېواد په داخل او خارج کې د نندارتونونو زمینه برابره کړو، ترڅو زموږ تولیداتو ته بازار موندنه وشي.»
هرات کې د ایران کونسلګرۍ مرستیال، سید علي کامیاب وايي: « د ایران اسلامي جمهوریت د استازولۍ په توګه موږ تل له صنعتګرو او هغو کسانو ملاتړ کړی چې غواړي کاروبار پيل کړي، زموږ دا ملاتړ به ادامه ولري.»
دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه همکاري زیاته شوې او صنعتکاران هم ایران کې د ورته نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي.