اسلامي امارت وایي، افغانستان ته د سفر پرمهال د خطرونو په اړه د امریکایي لوري خبرداری بېاساسه دی.
د اسلامي امارت ویاند افغانستان ته د سفر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې درجې خبرداری ناسم بللی او وايي، په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته کوم امنیتي ګواښ او خطر نه شته.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د ټولو وګړو او په ځانګړې توګه د بهرنیو وګړو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د اسلامي امارت ویاند وايي: « موږ افغانستان کې دا ډول اندېښنې نه وینو او نه پوهېږو چې امریکا دا ډول اندېښنې د کوم دلیل له مخې ښودلې. دا مهال افغانستان ته د مختلفو هېوادونو اتباع تګ راتګ لري او سیلانیان ځي راځي، ډېپلوماټان، د موسسو کارکوونکي، خبریالان او د تجارتي موخو لپاره افغانستان ته ګڼ کسان تګ راتګ لري او چاته ستونزه نه ده پېښه شوې. بله خبره دا ده چې اسلامي امارت سره له دې چې د خپلو وګړو امنیت تأمینوي، بهرنیو اتباعو ته د امنیت له پلوه ځانګړې توجه کوي.»
ذبیح الله مجاهد دغه راز زیاته کړې، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اندېښنې وڅېړل شي، خو د اسلامي امارت له نظره په هېواد کې د بهرنیو وګړو پر وړاندې کوم امنیتي ګواښ نه شته.
د یادولو ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي وو چې په هېڅ ډول شرایطو کې افغانستان ته سفر ونه کړي. دغه وزارت افغانستان د سفر د خبرداریو په څلورمه کچه کې شامل کړی و چې د خبرداریو تر ټولو لوړه کچه ده.
د چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « زما په اند، په تېرو پنځو کالو کې د افغانستان امنیت تأمین دی او زه یې ستایم.»
د سیاسي شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا مهال افغانستان کې داسې هېڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي چې له امله یې نور هېوادونه خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو امر وکړي یا هم افغانستان ته د هغوی د سفرونو مخه ونیسي. د افغانستان د حکومت ادعا هم همدا ده چې په سیمه کې نسبت ټولو هېوادونو ته د افغانستان امنیت ښه دی.»
د افغانستان ترڅنګ، بېلاروس، بورکینافاسو، میانمار، د مرکزي افریقا جمهوریت، چاد، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، هایټي، ایران، عراق، لبنان، لیبیا، مالي، نیجر، شمالي کوریا، روسیه، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان، سوریه، یوګانډا، اوکراین او یمن هم د امریکا وګړو لپاره د سفر خبرداریو په څلورمه کچه کې شامل دي.