Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې

متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/11

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره د کابل او مسکو ترمنځ په اړیکو خبرې کړې.

بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وايي، په دې لیدنه کې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ د کچې لوړولو او شته فرصتونو په اړه خبرې کې دي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ، له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او په ځانګړې توګه یې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او هڅې د پام وړ بللې دي.

ضمیر کابلوف د دې مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه هم له واقعیتونو لرې ګڼلي.

بهرنیو چارو وزیر دغه راز څرګنده کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې هڅې د هېواد او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
افغانستان

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي
افغانستان

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه
افغانستان

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

د امریکا خبرداري ته د مجاهد غبرګون: افغانستان کې بهرنیو وګړو ته امنیتي خطر نه شته

نوومبر 11, 2026
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist