Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/11

د کندهار د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې۵۰ تنو زده‌کوونکو د ریاضي په نړیوالو سیالیو کې د ۱۴ هېوادونو ترمنځ ۳۴ مډالونه ګټلي.

دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۵– ۲۰۲۶ ښوونیز کال په ترڅ کې په ټایوان کې ترسره شوې، د افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو په کې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده او دوو زده‌کوونکو د سرو زرو، ۱۲ د سپینو زرو او ۲۰ نورو د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

کندهار کې د افغان ترک ښوونځي مسوولین وايي، د نړیوالو سیالیو راتلونکي پړاوونه په مالیزیا او کوریا کې هم ترسره کېږي او د دوی زده‌کوونکي به په بېلابېلو علمي برخو کې ګډون وکړي.

کندهار کې د افغان ترک لومړني ښوونځي مدیر، محمد یونس نصرت وايي: « دا سیالۍ هرکال په لاره اچول کېږي. په ۲۰۲۵ – ۲۶ کال کې زموږ زده کوونکو د نورو هېوادونو له زده کوونکو سره سیالي وکړه او ښه مقامونه یې ترلاسه کړل. د دې سیالیو لومړی پړاو په ټایوان هېواد کې و او دوهم پړاو به یې په مالېزیا هېواد کې ترسره شي. ټاکل شوې د دې سیالیو وروستی پړاو په کوریا کې ترسره شي او زموږ زده کوونکي به هم د ریاضي، ساینس او انګلیسي په سیایلو کې برخه واخلي.»

د دغو سیالیو پوښتنې په انګلیسي ژبه وې او په دوو برخو وېشل شوې وې چې زده‌کوونکي په کې له ریاضيکي عملي او ذهني محاسبې سره مخ وو.

د افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکي وايي، په دغو سیالیو کې ګډون او مډالونه ترلاسه کول ورته د ویاړ خبره ده. دوی هیله لري چې په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې به هم د افغانستان نوم لا روښانه کړي.

زده کوونکی محمد قاصد وايي: « ما په دې سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی او له دې امله ډېر خوښ یم. دا نه یوازې زما بلکې زما د کورنۍ او ټول افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده.»

زده کوونکی محمد شکران وايي: « ما په دې سیالیو(ډبیلو‌اېم‌آی) کې لومړی مقام ترلاسه کړی. ما د دې سیالیو لپاره ډېره زحمت ایستل او د شپې به مې درسونه لوستل.»

د کندهار پوهنې ریاست مسوولین هم د دغو زده‌کوونکو لاسته راوړنې د ستاینې وړ بولي او وايي، د علمي سیالیو په برخه کې د زده‌کوونکو ملاتړ او هڅونه کوي.

د پوهنې ریاست ویاند، زبیر احمد ذاکرمل وايي: « د کندهار پوهنې ریاست د دې زده کوونکو د تشویق او ستاینې په موخه، په افغان – ترک عالي لېسه کې د دوی لپاره غونډه نیولې، ترڅو دوی د کندهار او بیا افغانستان لپاره نورې لاسته راوړنې هم راوړي.»

د افغان – ترک ښوونځي مسوولین وايي، زده‌کوونکي د ریاضي، ساینس، انګلیسي او رباټیک په برخو کې روزل کېږي او د نړیوالو سیالیو لپاره لومړی په کندهار او بیا په افغانستان کې د ازموینو له لارې ټاکل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
افغانستان

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه
افغانستان

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

د امریکا خبرداري ته د مجاهد غبرګون: افغانستان کې بهرنیو وګړو ته امنیتي خطر نه شته

نوومبر 11, 2026
متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې
افغانستان

متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې

نوومبر 11, 2026
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist