د امریکا یوې فډرالي محکمې په لنډ مهاله توګه د ټرمپ ادارې د هغه پلان مخه نیولې چې له امله یې د هغو افغانانو د خوندبتوب لپاره چې له امریکا څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، پر کانګرېس فشارونه زیات شوي دي.
د امریکا د کانګرېس په استازو جرګه کې د ډیموکرات ګوند غړو هڅې پیل کړې چې د افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خونديتوب اقامې(ټيپياېس) پروګرام بېرته فعال کړي او د ۲۰۲۹ میلادي کال د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې یې وغځوي.
د امریکا د اېنبيسي نیوز ټلویزیون د راپور له مخې، د دې هڅو مشري د کلوراډو ایالت ډیموکرات استازی او پخوانی پوځي، جېسن کرو او د کلیفورنیا ایالت د ډیموکرات ګوند استازی، سام لیکارډو کوي.
د اېنبيسي په راپور کې په دې اړه زیاته شوې: « دوی د نومبر په نهمه نېټه یو غوښتنلیک وړاندې کړی، ترڅو د استازو جرګې د جمهوريپال مشرتابه له اجازې پرته د ۲۰۲۶ کال په پای کې د افغان وګړو د لنډمهاله خونديتوب اقامې قانون، د جرګې عمومي غونډې ته د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي. د دې غوښتنلیک د بریا لپاره د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا ده.»
دغه قانوني طرحه د روان کال په جولای میاشت کې وړاندې شوې وه چې له مخې به یې افغان وګړي د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د لنډمهاله خونديتوب اقامې وړ وبلل شي.
د امریکا د استازو جرګې د منشي د نوملړ له مخې، د نومبر تر نهمې نېټې پورې ۲۱ استازو د یاد غوښتنلیک ملاتړ کړی و چې ۲۰ یې ډیموکراتان او یو یې د نېبراسکا ایالت جمهوريپال استازی ډان بېکن دی.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم دغه شمېر د اړینو ۲۱۸ لاسلیکونو په پرتله ډېر کم دی.
د لنډمهاله خوندي اقامې پروګرام د هغو هېوادونو وګړو لپاره په امریکا کې د قانوني اوسېدو او کار اجازه ورکوي چې د ناامنیو او نورو ځانګړو شرایطو له امله یې بېرته ستنېدل خوندي نه وي.
ټيپياېس اقامه عموماً د ۱۸ میاشتو لپاره ورکول کېږي او د اړتیا په صورت کې تمدید کېدای شي.
د ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د دې پروګرام امتیاز لغو کړ چې په ۲۰۲۲ کال کې د جو بایډن ادارې پر مهال افغانانو ته ورکړل شوی و.
د ټرمپ ادارې هغه مهال استدلال وکړ چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او اقتصادي ثبات دومره ښه شوی چې افغان وګړي کولی شي خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.
بله خوا، د کډوالو د حقوقو شنونکي د امریکا د کانګرېس استازو جرګې دا اقدام د هغو افغانانو لپاره یو مناسب فرصت بولي چې دوسیې او د پناه غوښتنې اسناد یې لا نه دي څېړل شوي.
د کډوالو حقوقو فعال، عبدالرزاق عدیل وايي: « که څه هم دغه طرحه افغان وګړو ته د ګرین کارت یا هم د امریکا د تابعیت اسناد نه ورکوي، خو تصویب یې داسې هېواد ته د هغوی د اخراج مخه نیسي چې په کې له ځاني خطر او غچ اخیستنې سره مخامخ دي. دغه طرحه تر ۲۰۲۹ کال پورې د افغان کډوالو لپاره حقوقي، کاري او رواني امنیت تضمینوي او د امریکا قضايي سیسټم ته کافي فرصت ورکوي چې د هغوی د دایمي پناه غوښتنې قضیو ته رسېدنه وکړي.»
که د دې غوښتنلیک لاسلیکونه اړین شمېر ته ورسېږي، د استازو جرګې جمهوريپال مشرتابه به اړ وي طرحه د رایې اچونې لپاره اړوند اجرایي پرېکړو ته وړاندې کړي. وروسته به دغه طرحه په استازو جرګه کې د تصویب لپاره د اکثریت رایو ترلاسه کولو ته اړتیا ولري.
خو په سنا مجلس کې یې برخلیک لا هم روښانه نه دی؛ ځکه د دې قانون جلا طرحه چې د اګست په میاشت کې وړاندې شوې وه، لا هم اړوندې کمېټې ته سپارل شوې نه ده.
د یاد قانون له طرحې څخه د دواړو ګوندونو یو شمېر استازو ملاتړ کړی. د طرحې په لومړنیو ملاتړ کوونکو کې د فلوریډا جمهوريپاله استازې، ماریا الویرا سالازار، ډان بیکن او د ماساچوسټس ډیموکرات استازی بېل کېټینګ شامل دي.
د قانون د ملاتړ کوونکو په وینا، تر۵۰ ډېرو سازمانونو هم د دې طرحې ملاتړ کړی چې په کې د پخوانیو پوځيانو اړوندې ډلې او د بښنې نړیوال سازمان شامل دي.
دا هڅې داسې مهال روانې دي چې په امریکا کې د کډوالۍ محدودیتونو او د افغانانو د ایستلو د پلانونو په اړه ناڅرګند حالت، د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د محکمې هغه لنډمهاله حکم چې افغانستان یا پاکستان ته یې د افغانانو د ایستلو مخه نیولې وه، د نومبر په اوومه نېټه پای ته رسېدلی.
د کانګرېس وروستۍ هڅه بیا د افغانانو لپاره د اوږدمهاله قانوني خوندیتوب د برابرولو یوه جلا تقنیني هڅه ده.