د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره د کابل او مسکو ترمنځ په اړیکو خبرې کړې.
بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وايي، په دې لیدنه کې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ د کچې لوړولو او شته فرصتونو په اړه خبرې کې دي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ، له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او په ځانګړې توګه یې د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او هڅې د پام وړ بللې دي.
ضمیر کابلوف د دې مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه هم له واقعیتونو لرې ګڼلي.
بهرنیو چارو وزیر دغه راز څرګنده کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې هڅې د هېواد او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.