کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سره په همغږۍ، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له یوه ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۲۷۰ کسان د برق او برېښنا سیسټم له بېلابېلو څانګو فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې فراغت غونډه کې د یادې ادارې مسوولینو له فارغو شویو کسانو وغوښتل چې خپل مسلک ته ژمن پاتې شي او په خپله برخه کې په پوره صداقت کار وکړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زدهکوونکو چارو رییس، امین الله حبیبي وايي: « دا یوازې د سند ترلاسه کولو ورځ نه ده بلکې د کار، خدمت، تولید، ځان بسیاینې او د هېواد د پرمختګ په لور د یوه نوي ګام ورځ ده.»
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ویاند، فتح الله عزام وايي: « تخنیک، مسلک، مهارت، علم، اکتشاف او تحقیق د مسلمانانو هویت دی. کله چې اسلامي حکومتونو او خلافتونو مسلک، ټکنالوژۍ، صنعت او څېړنو ته وخت ورکاوه، مسلمانان د نړۍ ابر قدرتونه وو او پر نړۍ یې حکومت کاوه.»
په ورته مهال، یوشمېر فارغ شوي زده کوونکي د زده کړو له ترلاسه شوي فرصت خوښي څرګندوي او له حکومت غواړي چې دا ډول پروګرامونه نور هم جوړ کړي او دوامداره یې وساتي، ترڅو هغه کسان چې له کاري فرصتونو بې برخې دي، په مسلکي زدهکړو سمبال شي.
له مسلکي زده کړو فارغ شوی، محمد ضمیر کاشفي وايي: « د تخنیکي او مسلکي زده کړو دغه مرکز د حرفوي ښوونکو او پرمختللیو وسایلو په لرلو، ځوانانو ته د خدمت سبب شوی. موږ چې په دې مرکز کې مو علم او هنر زده کړي، اوس خپلو هېوادوالو ته د خدمت کولو جوګه یو. هیله ده هغه ورځ چې ټول ځوانان د علم او هنر په ګاڼه سمبال شي، د ګاونډیو هېوادونو په ځای خپل هېواد ته کار وکړي.»
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ګڼ مرکزونه فعال دی او هر کال د کاري بازار اړتیاوو ته په کتو، سلګونه تنه مسلکي کارګرانو ته روزنه ورکوي.