د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یواېنډيپي) له لوري د «افغانستان انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶» پروګرام پرانستغونډه کې د دې سازمان ګڼې ادارې او د دولتي او خصوصي سکټور استازي راټول شوي، ترڅو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پر شته اړتیاوو، ستونزو اوحللارو خبرې وکړي.
موخه دا ده چې د امکاناتو او ظرفیتونو په رڼا کې هغه لارې وارزول شي چې کولی شي په دې برخه کې پانګونه راجلب او له بادي، لمریزو او اوبیزو سرچینو څخه په ګټنې په افغانستان کې د انرژۍ او برېښنا تولید ته زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان د برېښنايي تولیدي ظرفیت په پرتله د اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپل کمزوري اقتصاد ډېره برخه مالي سرچینې له ګاونډیو هېوادونو د انرژۍ پر واردولو لګوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام استازی، تورهان صالح وايي: « افغانستان د خپلې اوسنۍ برېښنايي تولیدي وړتیا په پرتله ډېرې زیاتې برېښنا ته اړتیا لري. د دې تشې ډکولو لپاره، دا هېواد له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا واردوي چې هر کال پرې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره لګښت راځي. دا هغه پیسې دي چې د دې هېواد اقتصاد یې له لاسه ورکولو توان نه لري. افغانستان د بالقوه وړتیاوو له کمښت سره مخ نه دی؛ بلکې دا هېواد د بدلېدونکي انرژۍ پراخې سرچینې، د خصوصي سکټور مخ پر ودې ظرفیت، مسلکي تخنیکي کادرونه او داسې بانکونه لري چې نږدې درې میلیارده ډالره سپما او بانکي زېرمې ورسره دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې بیا په دې ناسته کې د هېواد د انرژۍ د کمښت ستونزه ټولشموله ګڼي او وايي، د روغتیا، تولید، صنعت او ګڼې نورې برخې یې اغېزمنې کړې دي.
رباب فاطمه وايي، د ملګرو ملتونو ښکېلو ادارو همدې ته مسئلې ته په کتو په ګڼو ولایتونو کې داسې پروژې پیل او یا تطبیق کې دي چې کولی شي دا ستونزه تر یو بریده حل کړي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې زیاته کړې: « زموږ تګلاره د اصولو پر بنسټ ولاړه ده او د افغانانو اړتیاوې یې مهمه برخه ده. دا په دې مانا ده چې موږ د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته کوو چې له مخې یې باوري برېښنا، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، کروندو او سوداګریزو فعالیتونو ته ورسېږي. موږ د افغان بنسټونو، شرکتونو او کارکوونکو ملاتړ کوو، ترڅو هغوی د هغو زېربناوو د رهبرۍ چارې پر مخ یوسي چې د دغو موخو د تحقق لپاره اړینې دي.»
هاخوا که څه هم د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو له لوري هڅې مهمې ګڼل کیږي، خو تر ډېره ټینګار پر دې دی چې د برېښنا د تولید په برخه کې د افغانستان لمریزې، بادي او اوبیزو پراخو سرچینو ته په کتو باید د لنډمهاله پروژو پرځای، پر اوږمهاله هغو تمرکز وشي.
د انرژۍ د برخې د متخصصینو په باور، د ملګرو ملتونو ښکېلې ادارې باید د تظمیناتو ورکولو له لارې په دې برخه کې نړیوالو پانګونو ته لار هواره کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی اجراییوي ییس، امان الله غالب وايي: « له بده مرغه ملګري ملتونه د ځینو دلایلو له امله په افغانستان کې پر ډېرو کوچنیو پروژو پانګونه کوي. افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د بامونو پر مخ پر انرژۍ کار شوی، خو دغه کار په کوچني مقیاس ستونزه حلولی شي مګر که موږ غواړو چې د ټول افغانستان د برېښنا ستونزه هواره کړو، باید په سترو پروژو کار وشي. ملګري ملتونو هغه یوازینۍ ایجنسي ده چې کولی شي افغانستان ته پیسې راوړي او بانکي تضمینونه ورکړي.»
دا داسې مهال ده چې افغانستان په کلني ډول پنځه مېګاواټه برېښنا ته ضرورت لري چې د اړتیا وړ څلورمه برخه چې شاوخوا اتیا سلنه کېږي، د وارداتي برېښنا له لوري چمتو کېږي.
باور دا دی چې که د برېښنا په برخه کې د افغانستان له بالقوه ظرفیتونو کار واخیستل شي، د برېښنا د تولید ترڅنګ د کاري فرصتونو، اقتصادي ودې او د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا لامل کېدای شي.