Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي

پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/10

انګېرنې دا دي چې پاکستان د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره له هغو ازمایل شویو نسخو کار اخلي چې افغان ولس یې له لسیزو راهیسې قرباني شوی.

که څه هم دې وضعیت له یوې خوا  عامو افغانانو ته درانه زیانونه اړولي، خو له بلې خوا یې نوي نسل ته دا ورزده کړي چې د اسلام‌اباد دا ډول «دوستي» د افغانستان پایښت له منځه وړي او د دوامدارې بې‌ثباتۍ لارې پرانیزي.

د سیمه ییز وضعیت څارونکي د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت د یکشنبې ورځې هغه څرګندونې چې پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لپاره د بېلابېلو جبهو تر نوم لاندې وسله‌والو ته د تمویل او تجهیز زمینه برابروي، د همدې پالیسیو د عملي تعقیب څرګند مثالونه بولي.

دوی د اسلامي امارت پر وړاندې د جبهو او ډلو د تبلیغاتي جګړې  فکټورنه دا ګڼي چې دغو ډلو په یوه داسې وضعیت کې مخالفت ته را دانګلي چې نه یې نړیواله ټولنه ملاتړ کولی شی او نه په کور دننه د مرستې لپاره کوم ادرس په واک کې لري.

د سیاسي چارو شنونکی، عزیز معارج وايي: « دوی په افغانستان کې نه واک لري، نه قدرت او نه هم نفوذ. دا کسان ازمویل شوي او څوک یې خبره نه مني. یوازې پاکستان دغو خلکو ته څه مادي او مالي مرستې ورکوي، ترڅو لاړ شي او ګډوډي جوړه کړي او بیا دوی په خپلو مطبوعاتو کې ښه تبلیغات وکړي. موږ د دوی مشران دلته په لندن کې وینو چې هسې ګرځي او هېڅ ډول واک نه لري بلکې یوازې تبلیغاتي جګړې کوي.»

باور دادی چې د وسله والو جبهو په نوم ډلو یوازې د خپل حضور د اثبات لپاره پر ټولنیزو رسنیو او تبلیغاتي کمپاینونو  تکیه کړې، ترڅو  دا پیغام ورسوي چې لا هم فعال دي او وسله وال مخالفت مخته وړي.

د شنوونکو په اند، د پاکستان له خوا مخالفو وسله والو ته ځای او د تمویل او تجهیز ملاتړ  یې د دې لپاره  کېږي چې د اسلامي امارت د خپلواک سیاسي دریځ او سیمه ییز اړیکو پر وړاندې فشار زیات کړي.

د دوی په خبره، د اسلام اباد دا ډول سیاستونه له افغانستان سره د دې هېواد اړیکې نورې هم ترینګلې کوي او سیمه اییز ثبات ته ننګونې  زیاتولی شي.

تحلیل دا دی چې اسلامي امارت دې د پاکستان د دې ډول سټراټیژیکو موخو د ناکامولو لپاره په افغانستان کې ملي حاکمیت، امنیت او سیاسي یووالی پیاوړی کړي، د مدیریت قانوني او مسلکي اړیکې دې تنظیم کړي او نړیوالې ټولنې ته دې هغه اسناد او شواهد په ډاګه کړي چې پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره ترې ګټه اخلي.  

د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وايي: « د دې ډول لاسوهنو د مخنیوي لپاره د یوه ملي حاکمیت، خپلواکۍ ساتنې ترڅنګ، د کورني  امنیت او سیاسي یوالي پیاوړتیا، د سرحدي مدیریت قانوني او مسلکي تنظیم او هغه شواهد چې د پاکستان د لاسوهنو په برخه کې دلته په افغانستان کې شته، د هغو مستند جوړول، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د دغه شان ناخوالو پر وړاندې د اجماع لپاره کار کولو ته اړتیا ده.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت یکشنبه د سلګونه سرتېرو په یوې فراغت غونډه کې ویلي  چې هغه کسان چې د اسلامي امارت پر وړاندې نمایشي جګړه‌ییزې جبهې جوړوي، افغانان نه دي او دغه ډلې او مخالفې جبهې د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري تمویل او تجهیز کېږي، تر څو د افغانستان امنیت او ثبات ګډوډ کړي.

فصیح الدین فطرت په افغانستان کې د اسلامي امارت د وسله‌والو مخالفینو فزیکي شتون رد کړی او ډاډ یې ورکړی چې افغان امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې نمایشي ډلې خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې
افغانستان

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې
افغانستان

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې
افغانستان

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي
افغانستان

رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي

نوومبر 10, 2026
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
افغانستان

لاوروف: بهرني لوري نه شي کولی د افغانستان ستونزې او ننګونې هوارې کړي

نوومبر 5, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist