د روسیې بهرنیو چارو وزیر د بېلاروس په پلازمېنه، مېنسک کې د یورو اېشیا څلورم امنیتي کنفرانس ته د خبرو پر مهال، د افغانستان په قضیه کې د بهرني لوري لاسوهنه او ښکېلتیا ننګولې او نیوکې یې پرې کړې دي.
سرګي لاوروف ویلي، بهرنیو جهتونو د تېر په څېر په افغانستان کې د ستونزو هوارولو لپاره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
نوموړي دغه راز د مسکو فارمټ مشورتي ناسته د افغانستان لپاره د سیمهییزې اجماع رامنځته کولو تر ټولو غوره دریځ او پراخ بنسټه چوکاټ یاد کړی.
لاوروف زیاته کړې: « بهرني لوري به د تېر په څېر په افغانستان کې د ستونزو هواري لپاره هېڅ راز مرسته ونه شي کړای. د مسکو فارمټ مشورتي ناسته د سیمهییزې اجماع رامنځته کولو لپاره پراخ چوکاټ دی.»
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ترڅنګ، په منځني ختیځ کې هم د بهرنيو جهتونو او لوبغاړو حضور تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې دغه څه نه یوازې د دې سیمې امنیت او ثبات ننګوي بلکې هلته یې وضعیت لا پېچلی کړی دی.
نوموړي د تېرې اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه د مسکو فارمټ اتمې ناستې ته هم اشاره کړې چې په کې د افغانستان اوسني حکومت په استازیتوب، د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي او د شاوخوا دوولسو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او ځانګړو استازو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سیمهییز هېوادونه له افغانستان سره د عملي اقداماتو په برخه کې همغږۍ ته راوبلل او پر داسې همکارۍ یې ټینګار وکړ چې وکولی شي کابل د نړۍ په اقتصادي سیسټم کې مدغم کړي.
هغه دغهراز له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو پر دوام او د دې مرستو پر نه سیاسي کېدو هم ټینګار وکړ.
د سیاسي چارو شنونکی، شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم څومره چې دا مسئله د سیمې هېوادونو پورې اړه لري، نورې نړۍ پورې اړه نه لري.»
د چارو شنونکي د افغانستان په شمول د سیمې د کړکېچ په حل او مدیریت کې د روسیې او د دې هېواد په کوربه توب، د مسکو فارمټ په څېر ناستو ترسره کېدل اغېزناک ګڼي.
د دوی په باور، روسیه کولی شي له خپل نفوذ او په سیمه کې له ښو اړیکو په استفادې سره د ننګونو حل ته ور ودانګي او د هواري لپاره یې رغوونکي ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، غوث جانباز وايي: « هغه څه چې د افغانستان په تړاو په سیمه کې رامنځته کېږي، باید د افغانستان او سیمې هېوادونو له لارې حل او فصل شي. مسکو ټینګار کوي چې سیمه ییزې ستونزې باید په سیمه ییزو سازمانونو لکه د شانګهای سازمان، د ټولګټو امنیتي تړون او د مسکو مشورتي فورم کې حل او فصل او څېړل شي.»
دا داسې مهال ده چې تر دې وړاندې هم روسیې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو غړیو هېوادونو حضور او له بې برخلیک حالت سره مخ وروسته، فاجعه زېږدونکي وتل ننګولي دي.
د چارو شنونکو دغه راز د افغانستان د مسایلو حل لپاره پر سیمهییزې اجماع او په کور دننه د یولړ بدلونونو پر رامنځته کېدو ټینګار کړی.