په پکتیکا کې د نېزه وهنې سیالیو لپاره د معیاري میدان جوړولو چارو پیل شوې. دغه کار د دې دودیزې لوبې د ودې او پرمختګ لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د یاد میدان د جوړولو او معیاري کولو چارې چې د یو ځايي پانګوال په شخصي لګښت ترسره کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د نندارهکوونکو لپاره مناسب ځای، منظمې څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د افغانستان بدني روزنې او ورزش رییس، احمدالله وثیق وايي: « د دې میدان د جوړولو چارې به نن عملا ً پیل شي؛ په کې به د نندارچیانو لپاره د ناستي مناسب ځایونه جوړ شی او ټولې اړتیاوې به یې پوره شي.»
پانګوال، میرویس وزیرزی وايي: « زه هڅه کوم د افغانستان په هره برخه او ولایت کې د ورزش هرې څانګې لپاره امکانات برابر کړم او د خپل وس مطابق یې ملاتړ وکړم.»
ځايي مسوولین او د نېزه وهنې لوبغاړي د دې نوښت هرکلی کوي او وايي، د لوبو لپاره د مناسبو او معیاري میدانونو جوړول به نه یوازې د سیالیو ښه تنظیم ته زمینه برابره کړي بلکې د دې لرغونې لوبې د لا پراختیا لامل به هم وګرځي.
دوی له نورو شتمنو او پانګوالو هم غوښتنه کوي چې د ورزش د ودې او د ورزشي اسانتیاوو برابرولو لپاره دې ورته نوښتونه وکړي.
د پکتیکا بدني روزنې آمر، عثمان سیرت وايي: « دغه کار یوازې د یوه میدان او د ناستي ځای جوړول نه دی بلکې پر ورزش او ځوانانو پانګونه ده، هیله لرو دغه ګام د نورو سوداګرو لپاره هم د همکارۍ یوه بېلګه جوړه شي.»
د نېزه وهنې لوبغاړی، نیاز محمد امیري وايي: « موږ هیله لرو له دې وروسته هېر نه شو او په هره برخه کې زموږ غږ واورېدل شي او ملاتړ مو وشي.»
طزه وهنه چې د هېواد په سوېل ختیځو ولایتونو کې څو سوه کاله پخوانۍ دودیزه لوبه بلل کېږي، ښایي دا لومړی ځل وي چې لپاره یې د یوه معیاري میدان د جوړېدو په برخه کې ګامونه پورته کېږي.
د پکتیکا اوسېدونکي هیله لري چې د دې میدان په معیاري کېدو سره به د نېزه وهنې سیالۍ لا منظمې او د ګڼو مینهوالو د ګډون وړ وګرځي.