د اسلامي امارت د مخالفو جبهو له ډلې د یوې جبهې د مشر او قومندان ترمنځ ټیلفوني مکالمې، له دوو مسایلو پرده پورته کړه.
لومړی د پاکستان له حکومت سره د سمېع سادات اړیکې او دویم، د پاکستان پوځي رژیم له لوري د اسلامي امارت د مخالفو وسله والو ډلو راټولولو موضوع.
جنرال سمېع سادات د دې مکالمې له خپرېدو یوازې څو ورځې مخکې، په یوه مرکه کې ویلي وو چې له پاکستان سره هېڅ راز اړیکې نه لري، خو په دې مکالمه کې بیا وايي چې د اسلامي امارت پر ضد د فعالیت په تړاو یې له پاکستان سره هوکړه کړې.
له پاکستان سره د هوکړې په اړه د متحدې جبهې په نامه د اسلامي د مخالفو ډلو د یوه مشر، جنرال سمېع سادات او قومندان الله داد فدایي ترمنځ د خبرو یوه برخه کې راغلي: « هغه پلانونه مو سره خلاص او تایید کړل او له همسایه سره مو توافق وکړ. هلته خپل ځایونه اخلو او جوړوو یې ډېر ژر. له هغه ځایه تا حمایه کوو او امکانات در استوو. هرڅومره ژر چې ماته امکانات په لاس راشي در استوم یې؛ دا به د ورځو او هفتو خبره وي، ډېر نه پاتې کېږي.»
که څه هم اسلامي امارت ډېر مخکې د اسلام اباد د هغو هلوځلو په تړاو خبرداری ورکړی و چې له مخې یې پوځي رژیم له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې ناامني رامنځته کړي، خو اسلام اباد دا خبرې بې بنسټ بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې جنرال سمېع سادات په واضېحو الفاظو له پاکستان سره د هوکړې خبره کوي.
د قومندان الله داد فدایي له نیول کېدو سره سم، جنرال سمېع سادات له قومندان الله داد سره هر ډول اړیکه رد کړه، خو قومندان الله داد بیا وايي چې د جنرال سمېع سادات په لمسون یې د امارت په خلاف پوځي فعالیت پیل کړ.
الله داد فدايي له جنرال سمېع سادات سره د اړیکو په اړه وايي: « جنرال سمېع سادات ویلی چې دی له ماسره نه دی او کومه اړیکه ورسره نه لرم، زه په دې اړه کلیپونه لرم. زما د نیول کېدو پرمهال یوولس لکه افغانۍ، دوه سټارلېنکونه، دوه میله اېم ۱۶ وسلې نیول شوي دي. ما دغه وسایل د جنرال سمېع سادات په لارښونه خریداري کړي، زه له ځانه دومره امکانات له کومه کړم. که جنرال سادات وايي چې زه پاکستان سره اړیکه نه لرم، نو څنګه یې ماته په واټسپ کې پیغام پرېښود چې زه پاکستان ته ورشم او هلته ورسره وګورم.»
قومندان الله داد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او اوس مهال په توقیف کې دی.
د ځینو سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ د سمېع سادات ډلې سره هم افغانستان ته د وسلو او مهماتو د لېږد په برخه کې مرسته کوله.
خو افغان امنیتي ځواکونو په ټولې بیدارۍ سره بیا هم د پاکستان د پوځي رژیم او مخالفو ډلو دا دسیسه شنډه کړه.
د پاکستان پوځي رژیم دغو هڅو ته په کتو، امنیتي شنونکي له اسلامي امارته غواړي چې دا موضوع باید په سیمه ییزو او نړیوالو دریځونو کې په جدي توګه مطرح کړي.
د امنیتي چارو شنونکی، اختر محمد راسخ وايي: « باید د افغانستان خلک د یوناما په مخکې لاریون وکړي، ترڅو دا غږ د ملګرو ملتونو تر سازمان ورسېږي. باید پوه شي چې پاکستان په افغانستان کې د یوې بلې جګړې لپاره خلک راټولوي او باید مخه یې ونیول شي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم هڅه کوي د اسلامي امارت مخالفې ډلې د ډیورنډ له فرضي کرښې را تېرې کړې او په افغانستان کې دننه یې د نا امنیو جوړولو ورته ویلي.
تر دې مخکې هم په کونړ، د بدخشان په زېباک او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې ورته هڅې د اسلامي امارت له خوا شنډې کړای شوې.