Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي

رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/10

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو‌اېن‌ډي‌پي) له لوري د «افغانستان انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶» پروګرام پرانستغونډه کې د دې سازمان ګڼې ادارې او د دولتي او خصوصي سکټور استازي راټول شوي، ترڅو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پر شته اړتیاوو، ستونزو اوحللارو خبرې وکړي.

موخه دا ده چې د امکاناتو او ظرفیتونو په رڼا کې هغه لارې وارزول شي چې کولی شي په دې برخه کې پانګونه راجلب او له بادي، لمریزو او اوبیزو سرچینو څخه په ګټنې په افغانستان کې د انرژۍ او برېښنا تولید ته زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان د برېښنايي تولیدي ظرفیت په پرتله د اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپل کمزوري اقتصاد ډېره برخه مالي سرچینې له ګاونډیو هېوادونو د انرژۍ پر واردولو لګوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام استازی، تورهان صالح وايي: « افغانستان د خپلې اوسنۍ برېښنايي تولیدي وړتیا په پرتله ډېرې زیاتې برېښنا ته اړتیا لري. د دې تشې ډکولو لپاره، دا هېواد له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا واردوي چې هر کال پرې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره لګښت راځي. دا هغه پیسې دي چې د دې هېواد اقتصاد یې له لاسه ورکولو توان نه لري. افغانستان د بالقوه وړتیاوو له کمښت سره مخ نه دی؛ بلکې دا هېواد د بدلېدونکي انرژۍ پراخې سرچینې، د خصوصي سکټور مخ پر ودې ظرفیت، مسلکي تخنیکي کادرونه او داسې بانکونه لري چې نږدې درې میلیارده ډالره سپما او بانکي زېرمې ورسره دي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې بیا په دې ناسته کې د هېواد د انرژۍ د کمښت ستونزه ټولشموله ګڼي او وايي، د روغتیا، تولید، صنعت او ګڼې نورې برخې یې اغېزمنې کړې دي.

رباب فاطمه وايي، د ملګرو ملتونو ښکېلو ادارو همدې ته مسئلې ته په کتو په ګڼو ولایتونو کې داسې پروژې پیل او یا تطبیق کې دي چې کولی شي دا ستونزه تر یو بریده حل کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې زیاته کړې: « زموږ تګلاره د اصولو پر بنسټ ولاړه ده او د افغانانو اړتیاوې یې مهمه برخه ده. دا په دې مانا ده چې موږ د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته کوو چې له مخې یې باوري برېښنا، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، کروندو او سوداګریزو فعالیتونو ته ورسېږي. موږ د افغان بنسټونو، شرکتونو او کارکوونکو ملاتړ کوو، ترڅو هغوی د هغو زېربناوو د رهبرۍ چارې پر مخ یوسي چې د دغو موخو د تحقق لپاره اړینې دي.»

هاخوا که څه هم د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو له لوري هڅې مهمې ګڼل کیږي، خو تر ډېره ټینګار پر دې دی چې د برېښنا د تولید په برخه کې د افغانستان لمریزې، بادي او اوبیزو پراخو سرچینو ته په کتو باید د لنډمهاله پروژو پرځای، پر اوږمهاله هغو تمرکز وشي.

د انرژۍ د برخې د متخصصینو په باور، د ملګرو ملتونو ښکېلې ادارې باید د تظمیناتو ورکولو له لارې په دې برخه کې نړیوالو پانګونو ته لار هواره کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی اجراییوي ییس، امان الله غالب وايي: « له بده مرغه ملګري ملتونه د ځینو دلایلو له امله په افغانستان کې پر ډېرو کوچنیو پروژو پانګونه کوي. افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د بامونو پر مخ پر انرژۍ کار شوی، خو  دغه کار په کوچني مقیاس ستونزه حلولی شي مګر که موږ غواړو چې د ټول افغانستان د برېښنا ستونزه هواره کړو، باید په سترو پروژو کار وشي. ملګري ملتونو هغه یوازینۍ ایجنسي ده چې کولی شي افغانستان ته پیسې راوړي او بانکي تضمینونه ورکړي.»    

دا داسې مهال ده چې افغانستان په کلني ډول پنځه مېګاواټه برېښنا ته ضرورت لري چې د اړتیا وړ څلورمه برخه چې شاوخوا اتیا سلنه کېږي، د وارداتي برېښنا له لوري چمتو کېږي.

باور دا دی چې که د برېښنا په برخه کې د افغانستان له بالقوه ظرفیتونو کار واخیستل شي، د برېښنا د تولید ترڅنګ د کاري فرصتونو، اقتصادي ودې او د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې
افغانستان

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې
افغانستان

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې
افغانستان

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي
افغانستان

پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي

نوومبر 10, 2026
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
افغانستان

لاوروف: بهرني لوري نه شي کولی د افغانستان ستونزې او ننګونې هوارې کړي

نوومبر 5, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist