د بریټانیا پارلمان له اروپايي ټولنې د بریټانیا د جلا کیدو تړون ته منفي رای ورکړه او دا تړون یې ناکام کړو.
د بریکسېټ هوکړې ته د بریټانیا ۴۳۲ غړو له ډلې ۲۰۲ تنو رد رای ورکړه.
اخوا اروپايي ټولنه خبرداری ورکوي چې بریټانیا سره وخت کم دی او باید ژر خپل تصمیم ونیسي.
د بریټانیا پارلمان د دغې موضوع په تړاو له حکومت مهلت غوښتی او امکان لري چې په ټاکلي وخت له اروپايي ټولنې جلا نشي.
د ټریزا می د سخت ټینګار سر بیره هم پارلمان د هغې وړاندیز رد کړ.