د چین محکمې د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن کاناډايي په اعدام محکوم کړ.
د چين د محکمې دا کار د کاناډا د لومړي وزیر جسټن ټروډو سخت غبرګون راپارولی دی.
راپورونه وايي په اعدام د دې کاناډايي محکوم کیدل به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ډيرې خرابې کړي.
چین وروسته له هغې دا کاناډايي قاچاقبر په مرګ محکوم کړ چې په کاناډا کې د هوايي شرکت خاونده د امریکا په غوښتنه زنداني شوه.
د هوايي شرکت خاونده وروسته بیا په ضمانت خوشې شوه خو دا کاناډايي اوس په اعدام محکوم شوی دی.
کاناډایان په دې باور دي چې چین ترې هماغه غچ اخلي خو چینايي چارواکي وايي دا دوه جلا قضیې دي.
د چین محکمې دغه کاناډايي ته ویلي، کولای شي د خپلې قضیې د بیا څیړنې لپاره ستره محکمه کې استیناف غوښتنه وکړي.