Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا لجې منګل درې سیمې زرګونه کورنۍ مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري

پکتیا لجې منګل درې سیمې زرګونه کورنۍ مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/12

په سوېل کې د پکتیا ولایت  لجې منګل ولسوالۍ درې سیمه کې  زرګونه کورنۍ ژوند کوي او بېلابېلو برخو کې لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. 

دلته له کلونو راهیسې مخابراتي چوپړتیاوې پر نشت حساب دي او خلک له اسلامي امارته غواړي،چې مخابراتي چوپړتیاوو  ته دې د دوی لاسرسی اسانه کړي. 

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« سړک ته اړتیا لرو،دغه د ټیلیفون پایه ګورئ! دا که فعاله شي،موږ به د اړتیا پر وخت خپلوانو ته زنګ وکړو،اوس ډېری وخت په څلور زره موټر نیسو او خلکو ته د مړه او ژوندي احوال ورکو.» 

د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ له اسلامي امارته غواړو،چې دغه پایه فعاله کړي. ډېری وسایل یې مخکې راوړل شوي دي. هېله ده،چې راته فعاله یې کړي.»

د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي همدا راز وايي، د اړتیا پر مهال د یوې ټلیفوني اړیکې نیولو لپاره د غرونو لوړو څوکو او یا څمکنیو ولسوالۍ ته ساعتونه مزل کوي او د دوی لپاره دغه یوه اړیکه څلور سوه افغانۍ لګښت لري.

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« که چاته کومه ستونزه پیدا شي، یا غواړي یوه اړیکه ونیسي،د غرونو څوکو ته او یا څمکنیو ولسوالۍ ته ساعتونه مزل کوي. او تر هغه ځایه څلور سوه افغانۍ لګښت راځي.» 

بل پلو د  پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ مشر نصیرالله هجرت هم مني،چې د لجې منګل اوسېدونکي له کلونو راهیسې له له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي. 

هجرت ډاډ ورکوي،چې نږدې راتلونکي کې به یو شمیر مخابراتي شرکتونه لجې منګل ولسوالۍ کې فعالیتونه پیل کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist