Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي

کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

په کندهار کې د ګول سیخونو، ګاډرو، انګلارنو او نورو اوسپنیزو ساختماني توکو د تولید څو فابریکې فعالیت لري..

د دې فابریکو له ډلې د ګول سیخونو یوه تولیدي کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې شاخوا۴۰ ټنه سیخ تولیدوي او نږدې ۱۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

د فابریکې مسوولین وایي، که د اړتیا وړ برېښنا ورته برابره شي، نو تولیدات به یې لا زیات شي.

د فابریکې مسوول تورجان فضلي وايي: « سره له دې چې موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو، خو بیا هم په ورځ کې د ۶۰ ګرېډ سټنډرډ له مخې، له ۴۰ تر ۵۰ ټنو تولید لرو. له موږ سره ۱۵۰ تنه کارکوونکي کار کوي، خو که د برېښنا ستونزه هواره شي، موږ کولی شو تر ۳۰۰ تنو جذب کړو. له حکومت غوښتنه کوو چې د کافي برېښنا زمینه برابره کړي.»

له بلې خوا، د کندهار د صنعت او کانونو خونه وایي، سوېلي حوزه د ګول سیخونو په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلې او په کندهار کې تولیدېدونکی ګول سیخ او ګاډر، له نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي.

د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې په راتلونکو اتو میاشتو کې فابریکو ته کافي برېښنا برابره شي.

د صنعت او کانونو خونې مسوول سید سرور اماني وايي: « د برېښنا ستونزه په ټول افغانستان کې شته ده، خو په ځانګړې توګه کندهار کې ځکه زیاته ده چې موږ دلته وارداتي برېښنا هم نه لرو. له نېکه مرغه زه ستاسو د رسنۍ له لارې دا زېری ورکوم چې د مسوولینو د ژمنې له مخې به موږ راتلونکو اتو میاشتو کې په کندهار کې له اړتیا ډېره برېښنا ولرو.»

په دې فابریکو کې کارکوونکي له خپل کار څخه خوښ دي او وایي، که حکومت صنعتکارانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي، نو ډېر خلک به د صنعت په برخه کې په کار بوخت شي.

هغوی همداراز له سوداګرو غواړي چې نورې فابریکې هم جوړې او فعالې کړي.

کارکوونکی عبدالحکیم وايي: « زه ډېر خوښ یم چې د خپل کور ترڅنګ، په مزدورۍ بوخت یم. موږ هیله لرو چې دا ډول کارونه نور هم ډېر شي، ترڅو زموږ په څېر نور وزګار خلک هم له کار برخمن شي.»

کارکوونکی شریف الله وايي: « زه ډېر خوشاله یم چې دلته راته د کار زمینه برابره شوې. زه له خپلو پانګوالو خواهش کوم چې دا ډول کارخانې ډېرې جوړې کړي او نورو ځوانانو ته هم د کار او خوارۍ زمینه برابره کړي.»

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان صنعتکاران له ګڼو ستونزو او ننګونو سره سره په دې بریالي شوي چې د هېواد یو شمېر اساسي اړتیاوې په کور دننه تولید کړي، خو د برېښنا کمښت او د مناسب ځای نه شتوالی لا هم د صنعت د ودې پر وړاندې له لویو خنډونو څخه شمېرل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې
اقتصاد

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي
اقتصاد

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

اگست 9, 2026
هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه  ۱۵ ټنه  صنعتي کورت تولیدېږي
اقتصاد

هرات صنعتي پارک کې په ورځنۍکچه ۱۵ ټنه صنعتي کورت تولیدېږي

اگست 9, 2026
سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي
اقتصاد

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

اگست 9, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

هرات کې د خواړو او درملو د کیفیت ارزولو لابراتوار ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 10, 2026
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

اگست 10, 2026
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

اگست 9, 2026
کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي

کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي

اگست 9, 2026
تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

تخار ولایت کې څه باندې دوه زره کلیوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

اگست 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist