د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته، پاکستان د بېلابېلوسیاسي ملاحظاتو او بې مورده غوښتنو وروسته، له افغانستان سره اړیکې خرابې او لارې یې بندې کړې.
اقتصاد او سوداګري هغه برخه وه چې له امله یې د اسلام اباد او کابل تکیه پر یو بل زیاته وه، خو پاکستان له دې اړیکو هم سیاسي ګټه پورته کوله او وخت ناوخت به یې هڅه کوله چې د لارو په بندولو سره پر اسلامي امارت هر اړخیز فشار راولي او د خپلو نامشروع غوښتنو منلو ته یې مجبور کړي.
اوس له شرایطو داسې ښکاري چې پاکستان د دې دوه مخې پالیسۍ تر سیوري لاندې په خپله اچولې لومه کې بند دي او هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو په خلاصولو سره، له دې لومې هم ځان وژغوري.
تازه پاکستاني رسنیو ویلي چې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر، د سوداګرۍ ټولنې له استازو سره په غونډه کې په لوړه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو له منځه وړلو په تړاو غوښتنې مطرح کړې دي.
په دې اړه د مینټ میرور ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې د ټولو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د بیا پرانستلو پرېکړه شوې. دا پرېکړه د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ له لوړ پوړو دولتي چارواکو او د سوداګرۍ ټولنې له استازو سره په یوه غونډه کې کړې. په غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر بېلابېلو اقداماتو بحث شوی.»
په راپور کې دغه راز زیاته شوې، د دې غونډې ګډونوال هوکړې ته رسېدلي چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو پرانستل به د سوداګرو ستونزې حل او اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي.
دوی د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره د قانوني سفرونو د لا اسانه کولو په تړاو هم بحثونه کړي.
راپور په دې اړه وړاندې لیکلي: « په غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عادي اقتصادي اړیکو د بېرته ټینګولو او د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو پر اړتیا هم ټینګار وشو. همداراز، د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره د قانوني سفرونو د لا اسانه کولو په اړه هم بحث وشو.»
په دې تړاو اسلامي امارت تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا د ګاونډیو او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګري اړتیا بولي او په دې برخه کې د هېواد په متوازن صلاحیت ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « تجارت باید د یوه خپلواک چوکاټ له مخې په ازادانه توګه مخکې لاړ شي. که د هېوادونو ترمنځ ستونزې راځي، پر سوداګرۍ باید اغېز ونه لري. له دې وروسته باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له هر ډول نورو مسایلو جلا شي.»
د سیاسي چارو شنونکی حمایت الله احمدي وايي: « پاکستان دا مهال له داخلي سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی او اړتیا لري چې دا لارې بېرته خلاصې کړي. زما نظر دا دی چې افغانستان باید د دې لارو بېرته خلاصولو لپاره ځانګړي شرایط وضع کړي. باید داسې مکانېزم جوړ شي چې پاکستان هر وخت په خپله خوښه دا لارې بندې نه کړی شي.»
پاکستان بیاځل له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیاخلاصولو بحث داسې مهال مطرح کوي چې له دې وړاندې یې په ځلونو د تورخم دروازه له کوم علت پرته تړلې او افغان سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.