Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته، پاکستان د بېلابېلوسیاسي ملاحظاتو او بې مورده  غوښتنو وروسته، له افغانستان سره اړیکې خرابې او لارې یې بندې کړې.

اقتصاد او سوداګري هغه برخه وه چې له امله یې د اسلام اباد او کابل تکیه پر یو بل زیاته وه، خو پاکستان له دې اړیکو هم سیاسي ګټه پورته کوله او وخت ناوخت به یې  هڅه کوله چې د لارو په بندولو سره پر اسلامي امارت هر اړخیز فشار راولي او د خپلو نامشروع غوښتنو منلو ته یې مجبور کړي.

اوس له شرایطو داسې ښکاري چې پاکستان د دې دوه مخې پالیسۍ تر سیوري لاندې په خپله اچولې لومه کې بند دي او هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو په خلاصولو سره، له دې لومې هم ځان وژغوري.

تازه پاکستاني رسنیو ویلي چې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر، د سوداګرۍ ټولنې له استازو سره په غونډه کې په لوړه کچه د دواړو  هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو له منځه وړلو په تړاو غوښتنې مطرح کړې دي.

په دې اړه د مینټ میرور ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د پاکستان او افغانستان ترمنځ د  فرضي کرښې په اوږدو کې د ټولو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د بیا پرانستلو پرېکړه شوې. دا پرېکړه د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ له لوړ پوړو دولتي چارواکو او د سوداګرۍ ټولنې له استازو سره په یوه غونډه کې کړې. په غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر بېلابېلو اقداماتو بحث شوی.»

په راپور کې دغه راز زیاته شوې، د دې غونډې ګډونوال هوکړې ته رسېدلي چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو پرانستل به د سوداګرو ستونزې حل او اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي.

دوی د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره د قانوني  سفرونو د لا اسانه کولو په تړاو  هم بحثونه کړي.

راپور په دې اړه وړاندې لیکلي: « په غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عادي اقتصادي اړیکو د بېرته ټینګولو او د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو پر اړتیا هم ټینګار وشو. همداراز، د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره د قانوني سفرونو د لا اسانه کولو په اړه هم بحث وشو.»

په  دې تړاو اسلامي امارت تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا د ګاونډیو او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګري اړتیا بولي او په دې برخه کې د هېواد په متوازن صلاحیت ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « تجارت باید د یوه خپلواک چوکاټ له مخې په ازادانه توګه مخکې لاړ شي. که د هېوادونو ترمنځ ستونزې راځي، پر سوداګرۍ باید اغېز ونه لري. له دې وروسته باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له هر ډول نورو مسایلو جلا شي.»

د سیاسي چارو شنونکی حمایت الله احمدي وايي: « پاکستان دا مهال له داخلي سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی او اړتیا لري چې دا لارې بېرته خلاصې کړي. زما نظر دا دی چې افغانستان باید د دې لارو بېرته خلاصولو لپاره ځانګړي شرایط وضع کړي. باید داسې مکانېزم جوړ شي چې پاکستان هر وخت په خپله خوښه دا لارې بندې نه کړی شي.»

پاکستان بیاځل له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیاخلاصولو بحث داسې مهال مطرح کوي چې له دې وړاندې یې په ځلونو د تورخم دروازه له کوم علت پرته تړلې او افغان سوداګرو ته یې میلیونونه  افغانۍ زیان اړولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist