Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

د کندهار ملي موزیم د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې په یوه تاریخي ودانۍ کې په معیاري ډول جوړ او پرانستل شو.

د هېواد ملي موزیم مسوولین وايي، دا موزیم د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او څېړنې موسسي له خوا د۵۰ زره ډالرو په ارزښت جوړ شوی چې د امنیتي کامرو نصب ، لابراتوار، د اثارو ترمیم، د نندارتونونو برخې، د اثارو زېرمتونونه او نورې اړوندې برخې په کې شاملې دي.

ملي موزیم کې د موزیمونو آمر عین الدین صداقت وايي: «  د کندهار موزیم په اساسي ډول ترمیم شو چې په کې د امنیتي کمرو برخه، لابراتوار، د اثار ترمیم، نندارتون، د اثار زېرمه تون شامل دي. په دې سره اوس موږ کندهار کې یو معیاري موزیم لرو.»

په ورته مهال، د هېواد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي موزیم رییس وايي، دوی په ټولو ولایتونو کې د تاریخي اثارو د ترمیم او ثبت ترڅنګ، د موزیمونو جوړولو هڅې هم کوي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد وايي: « موږ په ټول افغانستان کې دا کار پيل کړی او په دې د اثارو پاکول، ثبتول، ډېټابېس جوړول او د موزیمونو جوړول شامل دي. ډېر ژره به هر ولایت خپل موزیم ولري.»

د کندهار لیکوالان بیا دا ډول  موزیمونه یوازې د تاریخي اثارو د ساتنې ځایونه نه ګڼي بلکې د هېواد د تاریخ، فرهنګ او هویت پېژندنې لپاره یې مهم مرکزونه بولي.  

دوی ټینګار کوي چې په موزیمونو کې د تاریخي اثارو نندارې ته اېښودل کولی شي د ځوان نسل د تاریخي او فرهنګي پوهاوي په لوړولو کې مهم رول ولري.

څېړونکی او لیکوال محمد معصوم هوتک وايي: « د افغانستان اولین موزیم د احمدشاه بابا په وخت کې جوړ شو چې خزینة الاشراف ورته ویل کېده. په دې ځای کې به د عتیقه اثارو بېلګې ساتل کېدې.»

لیکوال عبدالقیوم مینه وال وايي: « دا د یوه موزیم د پراخولو لپاره یوه هڅه ده، ترڅو اوسنی نسل د خپل تېر نسل په تاریخ او اثارو خبر شي.»

لیکوال ظاهرجان څرک وايي: « د موزیم یوه ګټه دا ده چې زموږ سیمې ته به سیل کوونکی را جلب کړي، یانې دا چې اقتصادي ګټه هم لري.»

مسوولین دغه راز وايي، د کندهار په ملي موزیم کې دامهال ۱۰ زره د بېلابېلو تاریخي دورو لکه د برونز، یوناني، باختري،  کوشاني او بېلابېلو اسلامي دورو تاریخي اثار ساتل کېږي چې له ډلې یې څلور زره ترمیم او ثبت شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist