د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د سیمه ییزو ټاکنو په لومړۍ ورځ پر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو له لوري د وژونکي ځواک کارولو او هلته د مخابراتي شبکو د بندېدو په غبرګون کې له اسلاماباده غوښتي چې دا بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د انټرنېټ او موبایل خدماتو بندېدل په سیمه کې د رامنځته شوي وضعیت د خپلواکې ارزونې او تایید مخه ډب کړې ده.
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې د نړیوال سازمان سرپرستې مشرې ایزابل لاسي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير په راولاکوټ سیمه کې پر معترضانو د وسله وال ځواک کارولو ته په اشارې سره ویلي چې دا ډول چلن په جمو او کشمیر کې د لاریونوالو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د غیر قانوني تاوتریخوالي د اوږد تاریخ دوام دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي: « په جمو او کشمیر کې د لاریونوالو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو ناقانونه تاوتریخوالی اوږده مخینه لري. موږ غوښتنه لرو چې د ولسي خلکو پر وړاندې د ځواک کارولو او د دغو پېښو په اړه باید سمدستي، خپلواکې او روښانه څېړنې پیل شي او دغه راز له سیمې څخه باید ټول مخابراتي محدودیتونه لرې شي، ترڅو رسنۍ او خپلواک څارونکي وکولی شي حقایق روښانه کړي.»
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، د ترلاسه شویو راپورونو له مخې د جولای په ۲۷مه په راولاکوټ او کوټلي سیمو کې سخت تاوتریخوالی شوی چې په ترڅ کې یې د سیاسي ګوندونو د پلویانو ترمنځ په نښته کې یو سیاسي فعال هم وژل شوی دی.
ګډې ولسي کاري کمېټې ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ معترضان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې د سیمې پولیسو یوازې د خپلو دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د کشمیر حالات دومره جدي روان دي چې د پاکستان له کنټرول وتلي.»
د روان ۲۰۲۶ کال د جون له پنځمې نېټې راهیسې په جمو او کشمیر کې د موبایل انټرنېټ خدمات په بشپړ ډول بند دي او په همدې نېټه ګډه ولسي کاري کمېټه د دغې سیمې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې د غيرقانوني سازمانونو او ډلو په لېست کې شامل شوې وه.
د جمو او کشمیر ځایي ولسي خلک د پاکستان له مرکزي حکومت غواړي چې باید د دوی غوښتنې عادي ونهګڼي.
دوی د پاکستان له مرکزي حکومت غواړي چې د جمو او کشمیر خلکو غوښتنې واوري او عمل پرې وکړي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي: « مستبد حکومتونه هېڅکله د ولس غوښتنې نه مني، هغوی قانون نه مني او یوازې خپل قانون لري. د پنجاب مشران هم اوس دېکتاتوران او مستبد جوړ شوي.»
دغه اعتراضونه چې لاریونوالو د خپلو سیاسي او ټولنیزو غوښتنو د مطرح کولو لپاره د تېرې یوې میاشتې راهیسې پیل کړي، په تاوتریخوالي اوښتي او ګډونوال د خپلو اساسي حقونو، عدالت او ازادۍ غوښتنې مطرح کوي.
د معلوماتو له مخې، دغه لاریونونه ورو ورو په پراخېدو دي او احتجاج کوونکي وایي، د خپلو حقونو تر منل کېدو پورې به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « لکه څرنګه چې د پښتنو او بلوڅو حقونه تر پښو لاندې شوي، کشمیریانو ته هم خپل حقوق نه ورکول کېږي او تبعیض ورسره کېږي. اوس دوی راوتلي، ترڅو خپل حقوق ترلاسه کړي.»
د دې ترڅنګ، د جمو او کشمیر لاریونونو اصلي لامل د سیمې سیاسي نظام او ټاکنو پر سر راپورته شوی.
لاریونوال د پاکستان له مرکزي حکومت غواړي چې د کشمیر د قانون جوړونې شورا هغه ۱۲ څوکۍ دې لغو شي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیري کډوالو ته ورکړل شوې دي، خو دا څه د پاکستان حکومت د خپل اساسي قانون خلاف عمل بولي.
د بښنې نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، د کشمیر د ټاکنو په لړ کې په نښتو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي چې ۳۴ یې لاریونوال او شپږ یې پولیس او نیمه پوځي سرتېري دي.