کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د افغانستان د صادراتو ملي ورځې او د ۱۴۰۴ کال د غوره صادرونکو د ستاینې په مناسبت ځانګړې ناسته شوې وه.
په دې غونډه کې حکومتي چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د صادراتو پر پراختیا، د کورنیو تولیداتو پر ودې او د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ثبت شویو تولیدي فابریکو شمېر له دوو زرو څخه شپږو زرو ته پورته شوی. د هغه په خبره، زرګونه کسانو ته په دې فابریکو کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
عزیزي دغه راز وايي، د تېرو شلو کلونو په پرتله د هېواد صنعتي سکټور د پام وړ پرمختګ کړی او هغه ګڼ توکي چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل، اوس په افغانستان کې تولیدېږي.
عزیزي زیاتوي، حکومت هڅه کوي د اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ صادرات او صنعت لا نور هم پیاوړي کړي.
نورالدین عزیزي وايي: « کله چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولیت ماته را وسپارل شو، موږ په ټول هېواد کې له ۲۰۰۰ لږې تولیدي فابریکې لرلې، خو نن ورځ موږ له ۶۵۰۰ زیاتې ثبت شوې فابریکې لرو او د نورو د ثبت لړۍ هم روانه ده.»
بل پلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر هم په دې غونډه کې وايي چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی او کرنیز محصولات یې د لوړ کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې بې سیاله دي.
عطاالله عمري وايي: « نړۍ نن ورځ د طبیعي، سالمو او لوړ کیفیت خوراکي توکو لټه کوي. افغانستان کولی شي په دې برخه کې د باور وړ شریک جوړ شي. د محصولاتو د ارزښت لوړول یوازې د تولیدي کچې په لوړولو پورې اړه نه لري بلکې د معیاري پروسېس، عصري بسته بندۍ او اغېزناکو مارکېټونو له لارې ترلاسه کېږي. دغه برخه اوس زموږ د وزارت له یوه مهم لومړیتوب څخه ده.»
د دې ترڅنګ، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس افغان سوداګر د هېواد اقتصادي استازي بولي او له خصوصي سکټور په کور دننه د پانګونې غوښتنه کوي. د نوموړي په خبره، هره نوې صنعتي فابریکه د ځانبسیاینې پر لور یو بل مهم ګام دی.
سیدکریم هاشمي وايي: « له هغو کسانو ستاینه کېږي چې په غوره پانګونې، ښه تولید او صادراتو سره یې د افغانستان نوم د سیمې او نړۍ په بازارونو کې با اعتباره معرفي کړی. زموږ صادروونکي زموږ د هېواد اقتصادي سفیران دي او هر محصول چې د افغانستان په نوم بهرنیو مارکېټونو ته رسېږي، د افغانستان د خلکو د هڅو استازیتوب کوي. موږ باور لرو چې خصوصي سکټور د دولت رقیب نه دی بلکې د هېواد په آبادۍ کې د حکومت شریک دی.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین، مولوي شهابالدین ثاقب، یادې غونډې ته په ویناکې زیاته کړه چې صادرات د هېواد د اقتصادي ودې مهم بنسټ جوړوي او حکومت هڅه کوي د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه لرې او سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
په پاي کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې سوداګري له سیاسي مسایلو جلا وساتي او هغه کانټینرونه خوشي کړي چې لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، ځکه د ده په خبره، د دې وضعیت زیان افغان سوداګرو ته رسېږي.