Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د افغانستان د صادراتو ملي ورځې او د ۱۴۰۴ کال د غوره صادرونکو د ستاینې په مناسبت ځانګړې ناسته شوې وه.

په دې غونډه کې حکومتي چارواکو  او د خصوصي سکټور استازو د صادراتو پر پراختیا، د کورنیو تولیداتو پر ودې او د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ثبت شویو تولیدي فابریکو شمېر له دوو زرو څخه شپږو زرو ته پورته شوی. د هغه په خبره، زرګونه کسانو ته په دې فابریکو کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

عزیزي دغه راز وايي، د تېرو شلو کلونو په پرتله د هېواد صنعتي سکټور د پام وړ پرمختګ کړی او هغه ګڼ توکي چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل، اوس په افغانستان کې تولیدېږي.

عزیزي زیاتوي، حکومت هڅه کوي د اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ  صادرات او صنعت لا نور هم پیاوړي کړي.

نورالدین عزیزي وايي: « کله چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولیت ماته را وسپارل شو، موږ په ټول هېواد کې له ۲۰۰۰ لږې تولیدي فابریکې لرلې، خو نن ورځ موږ له ۶۵۰۰ زیاتې ثبت شوې فابریکې لرو او د نورو د ثبت لړۍ هم روانه ده.»

بل پلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر هم په دې غونډه کې وايي چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی او کرنیز محصولات یې د لوړ کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې بې سیاله دي.

عطاالله عمري وايي: « نړۍ نن ورځ د طبیعي، سالمو او لوړ کیفیت خوراکي توکو لټه کوي. افغانستان کولی شي په دې برخه کې د باور وړ شریک جوړ شي. د محصولاتو د ارزښت لوړول یوازې د تولیدي کچې په لوړولو پورې اړه نه لري بلکې د معیاري پروسېس، عصري بسته بندۍ او اغېزناکو مارکېټونو له لارې ترلاسه کېږي. دغه برخه اوس زموږ د وزارت له یوه مهم لومړیتوب څخه ده.»

د دې ترڅنګ، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس افغان سوداګر د هېواد اقتصادي استازي بولي او له خصوصي سکټور په کور دننه د پانګونې غوښتنه کوي. د نوموړي په خبره،  هره نوې صنعتي فابریکه د ځان‌بسیاینې پر لور یو بل مهم ګام دی.

سیدکریم هاشمي وايي: « له هغو کسانو ستاینه کېږي چې په غوره پانګونې، ښه تولید او صادراتو سره یې د افغانستان نوم د سیمې او نړۍ په بازارونو کې با اعتباره معرفي کړی. زموږ صادروونکي زموږ د هېواد اقتصادي سفیران دي او هر محصول چې د افغانستان په نوم بهرنیو مارکېټونو ته رسېږي، د افغانستان د خلکو د هڅو استازیتوب کوي. موږ باور لرو چې خصوصي سکټور د دولت رقیب نه دی بلکې د هېواد په آبادۍ کې د حکومت شریک دی.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین، مولوي شهاب‌الدین ثاقب، یادې غونډې ته په ویناکې زیاته کړه چې صادرات د هېواد د اقتصادي ودې مهم بنسټ جوړوي او حکومت هڅه کوي د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه لرې او سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پاي کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې سوداګري له سیاسي مسایلو جلا وساتي او هغه کانټینرونه خوشي کړي چې لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، ځکه د ده په خبره، د دې وضعیت زیان افغان سوداګرو ته رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist