Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

افغانستان او اوزبېکستان د ګډې سوداګرۍ د دوام او پیاوړتیا په موخه، په څو بېلابېلو برخو کې نوې هوکړې لاسلیک کړې.

د بلخ په مرکز مزار شریف کې د یوې سوداګریزې غونډې پرمهال د افغان او اوزبېک سوداګرو ترمنځ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ساختماني توکو، درملو  او کرنې برخو کې هوکړې لاسلیک شوې.

دا هوکړې بلخ ولایت ته د اوزبېکستان د فرغانې ولایت والي په مشرۍ وراغلي۱٣٠ کسیز سوداګریز پلاوي په حضور کې، د بلخ د ځایي چارواکو او خصوصي سکټور سره په ګډه ناسته کې لاسلیک شوې دي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی معراج الدین پرهېز وايي: « اوزبېکستان د خپلو محصولاتو نندارتون دلته پرانست او د دواړو طرفونو د تاجرانو ترمنځ ۱۰ شرکتونو په خپلو کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. دغه هوکړې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په مختلفو برخو کې وشوې.»

په ورته مهال، اوزبېکستاني چارواکي ټینګار کوي چې افغانستان ته یې د سفر موخه یوازې د صادراتو او وارداتو زیاتول نه دي  بلکې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو، صنعتي همکاریو او اوږدمهالو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هم عملي ګامونه واخلي.

د اوزبېکستان فرغانې ولایت والي خیرالله بازارووف وايي: « موږ یوازې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره دلته نه یوو راغلي بلکې د سفر موخه مو داده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د دوام هلې ځلې وکړو. افغانستان او اوزبېکستان ښې اقتصادي اړیکې لري، موږ ژمنه کوو چې د دغو اړیکو د پراختیا لپاره به افغان سوداګرو ته پوره امکانات برابر کړو.»

بله خوا، د بلخ ځایي چارواکي له افغانستان سره د اوزبېکستان د سوداګریزو همکاریو د پراختیا هرکلی کوي او د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د چارواکو په وینا، افغانستان د پانګونې لپاره مناسب او پراخ فرصتونه لري او له اوزبېکستاني پانګوالو غواړي چې د ګډو پانګونو ترڅنګ، د هېواد په بنسټیزو او ټولګټو پروژو کې هم پانګونې ته لېوالتیا وښيي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد ابراهیم غضنفر وايي: « موږ له هغو ټولو هلو ځلو هرکلی کوو چې د اقتصادي همکاریو، تجارت، پانګونې او ټرانزیټ د پراخېدو سبب کېږي. موږ دا ډول هڅې د دواړو هېوادونو په ګټه بولو.»

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې تاسو راشی په اقتصادي برخو کې پانګونه وکړئ او فابریکې جوړې کړئ. موږ به ځمکه او نور امکانات په واک کې درکړو.»

په همدې حال کې، یو شمېر افغان سوداګر اوزبېکستان د افغانستان لپاره یو مهم او باوري سوداګریز شریک بولي. 

دوی له د دې هېواد له چارواکو غواړي چې افغان سوداګرو ته د وېزو ترلاسه کولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي همکارۍ نورې هم پراخې شي.

سوداګر میرویس احمدي وايي: « له درې څلورو لسیزو وروسته تاسو د دې لیدونکي یاست چې د ګاونډي هېواد سوداګر په ډله ییزه توګه راځي، له افغانانو سره شراکت کوي، فابریکې جوړوي او د ګډ کار وړاندیزونه کوي.»

سوداګر ذبیح الله کهمردي وايي: « موږ دا مهال له ګاونډيو هېوادونو سره یوازینۍ ستونزه چې لرو، هغه د وېزو ستونزه ده. تاجرانو ته باید وېزې په وخت او اسانه شرایطو ورکړل شي، ترڅو هغوی په ډاډه زړه راکړه ورکړه او پانګونه وکړي.»

تر دې وړاندې کابل کې هم د افغان_اوزبېک سوداګرو تر منځ د څه باندې ٢٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت ٢٢ سوداګریز قرادادونه لاسلیک شول.

د اوزبېکستاني چارواکو له لوري، په مزارشریف ښار کې د فرغانې په نوم د کورنيو تولیداتو لپاره دایمي نندارتون هم پرانستل شو چې په لومړۍ ورځ یې په سمبولیکه توګه خوراکي توکي، وچه مېوه او لاسي صنایع په کې نندارې ته وړاندې کړي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist