افغانستان او اوزبېکستان د ګډې سوداګرۍ د دوام او پیاوړتیا په موخه، په څو بېلابېلو برخو کې نوې هوکړې لاسلیک کړې.
د بلخ په مرکز مزار شریف کې د یوې سوداګریزې غونډې پرمهال د افغان او اوزبېک سوداګرو ترمنځ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ساختماني توکو، درملو او کرنې برخو کې هوکړې لاسلیک شوې.
دا هوکړې بلخ ولایت ته د اوزبېکستان د فرغانې ولایت والي په مشرۍ وراغلي۱٣٠ کسیز سوداګریز پلاوي په حضور کې، د بلخ د ځایي چارواکو او خصوصي سکټور سره په ګډه ناسته کې لاسلیک شوې دي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی معراج الدین پرهېز وايي: « اوزبېکستان د خپلو محصولاتو نندارتون دلته پرانست او د دواړو طرفونو د تاجرانو ترمنځ ۱۰ شرکتونو په خپلو کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. دغه هوکړې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په مختلفو برخو کې وشوې.»
په ورته مهال، اوزبېکستاني چارواکي ټینګار کوي چې افغانستان ته یې د سفر موخه یوازې د صادراتو او وارداتو زیاتول نه دي بلکې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو، صنعتي همکاریو او اوږدمهالو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هم عملي ګامونه واخلي.
د اوزبېکستان فرغانې ولایت والي خیرالله بازارووف وايي: « موږ یوازې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره دلته نه یوو راغلي بلکې د سفر موخه مو داده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د دوام هلې ځلې وکړو. افغانستان او اوزبېکستان ښې اقتصادي اړیکې لري، موږ ژمنه کوو چې د دغو اړیکو د پراختیا لپاره به افغان سوداګرو ته پوره امکانات برابر کړو.»
بله خوا، د بلخ ځایي چارواکي له افغانستان سره د اوزبېکستان د سوداګریزو همکاریو د پراختیا هرکلی کوي او د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
د چارواکو په وینا، افغانستان د پانګونې لپاره مناسب او پراخ فرصتونه لري او له اوزبېکستاني پانګوالو غواړي چې د ګډو پانګونو ترڅنګ، د هېواد په بنسټیزو او ټولګټو پروژو کې هم پانګونې ته لېوالتیا وښيي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد ابراهیم غضنفر وايي: « موږ له هغو ټولو هلو ځلو هرکلی کوو چې د اقتصادي همکاریو، تجارت، پانګونې او ټرانزیټ د پراخېدو سبب کېږي. موږ دا ډول هڅې د دواړو هېوادونو په ګټه بولو.»
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې تاسو راشی په اقتصادي برخو کې پانګونه وکړئ او فابریکې جوړې کړئ. موږ به ځمکه او نور امکانات په واک کې درکړو.»
په همدې حال کې، یو شمېر افغان سوداګر اوزبېکستان د افغانستان لپاره یو مهم او باوري سوداګریز شریک بولي.
دوی له د دې هېواد له چارواکو غواړي چې افغان سوداګرو ته د وېزو ترلاسه کولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي همکارۍ نورې هم پراخې شي.
سوداګر میرویس احمدي وايي: « له درې څلورو لسیزو وروسته تاسو د دې لیدونکي یاست چې د ګاونډي هېواد سوداګر په ډله ییزه توګه راځي، له افغانانو سره شراکت کوي، فابریکې جوړوي او د ګډ کار وړاندیزونه کوي.»
سوداګر ذبیح الله کهمردي وايي: « موږ دا مهال له ګاونډيو هېوادونو سره یوازینۍ ستونزه چې لرو، هغه د وېزو ستونزه ده. تاجرانو ته باید وېزې په وخت او اسانه شرایطو ورکړل شي، ترڅو هغوی په ډاډه زړه راکړه ورکړه او پانګونه وکړي.»
تر دې وړاندې کابل کې هم د افغان_اوزبېک سوداګرو تر منځ د څه باندې ٢٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت ٢٢ سوداګریز قرادادونه لاسلیک شول.
د اوزبېکستاني چارواکو له لوري، په مزارشریف ښار کې د فرغانې په نوم د کورنيو تولیداتو لپاره دایمي نندارتون هم پرانستل شو چې په لومړۍ ورځ یې په سمبولیکه توګه خوراکي توکي، وچه مېوه او لاسي صنایع په کې نندارې ته وړاندې کړي وو.