Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د اټومي وسلو نا خوندیتوب په تړاو اندېښنه ښودلې.

خلیلزاد  د یوې جرمنۍ رسني د هغه مستند په اساس چې په کې په پاکستان کې ګڼو روانو ناورینونو او بحرونو ته اشاره شوې، په استدلال سره ويلي چې په پاکستان کې روان امنیتي وضیعت د دې هېواد د اټومي وسلو خوندیتوب ته ګواښ پېښولی شي.

خلیلزاد ویلي: « په پاکستان کې اوسنی امنیتي وضیعت د اټومي وسلو خوندیتوب له خطر سره مخامخوي.»

کارپوهان بیا وايي، نه یوازې دا چې پاکستان کې ناامنۍ په کورنۍ جګړې بدلې شوې دي بلکې د دې هېواد نظامیان د ترهګرو ملاتړي پاتې شوي او لاهم دوام ورکوي، سیمه او هېوادونو کې د نا امنیو اوبې ثباتۍ رامنځ ته کولو په موخه ترې کار اخلي.

د دوی په خبره، داسې یو هېواد چې د ترهګرۍ ملاتړی کوي او نا امني په کې اوج ته رسېدلې وي، سیاسي او اقتصادي کړکېچ یې له کنټرول وتلی وي؛ اټومي وسلې یې له له ګواښ سره مخ کېږي او ټولې نړۍ ته  خطر پېښولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « که د پاکستان اوسنی وضعیت ته وکتل شي، هم په امنیتي، هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ سخت خراب دی. له بلې خوا، ترهګري روزل او وده ورکول هم د دې ښکارندويي کوي چې ښايي د پاکستان اټومي ځواک د ترهګرو لاس ته ولوېږي او بیا به ټولې نړۍ ته خطرونه پېښ کړي.»

غوښتنه بیا دا ده چې د اټومي وسلو او انرژۍ د کنټرول نړیوال سازمانونه او نړیواله ټولنه باید د پاکستان اټومي وسلې خوندي ځای ته انتقال او سیمه او نړۍ  یې له ګواښ څخه وژغوري.

د سیاسي چارو شنونکی کما ناصر اصولي وايي: « د پنجاب پوځ یو کرايي پوځ دی او په سیمه کې د نا امنیو خپرولو او نظامونو ړنګولو لپاره کارول کېږي. دا ډول یوه پوځ ته اټومي وسلې په لاس ورکول د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی. باید نړیوال او د اټومي وسلو د کنټرول سازمانونه د پاکستاني اټومي وسلې یوه امن ځای ته یوسي؛ ځکه په پاکستان کې نا امني اوج ته رسېدلې او دوی لاهم د ترهګرو په روزلو بوخت دي.»

په هغه مستند کې چې د یوې جرمنۍ رسنۍ له خوا په پاکستان کې د روان وضیعت په تړاو نشر شوی،  ویل شوي چې په دې هېواد کې سخت دریځي، د تاوتریخوالي زیاتېدل، مالي او اقتصادي رکود، سیاسي کړکېچ، د پوځ له خوا د مخالفوسیاستوالو سیاسي مشرانو زنداني کول، د فاسدو چارواکو واکمني او پر سیاست یې د پوځ نفوذ هغه عوامل دي چې پاکستان یې له ګڼو ناورینونو سره مخ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist