Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس وایي، له افغانستان او چین سره د ازادې سوداګریزې او صنعتي سیمې د جوړولو طرحې اداري بهیر روان دی.

د ایران دولتي رسنۍ(ایرنا) لیکلي چې مرتضی ذاکریان دغه څرګندونې د چین له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې کړې.

نوموړي زیاته کړې، دا څه د درې واړو هېوادونو جغرافیایي، اقتصادي او ټرانزیټي ظرفیتونو ته په کتو ځانګړی ارزښت هم لري.

د ایران خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس مرتضی ذاکریان ویلي: « د نړیوالو سیاسي تحولاتو په رڼا کې باید ووایم چې د ایران، افغانستان او چین ګډه لار کولی شي د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره د یوې خوندي، بدیلې او دوامدارې لارې په توګه کار کړی او باید دا څه تر پام لاندې ونیول شي. د افغانستان، ایران او چین ترمنځ د سوداګریزې او صنعتي سیمې جوړولو طرحې بهیر د درې واړو هېوادونو جغرافیایي، اقتصادي او ټرانزیټي ظرفیتونو ته په کتو خورا ډېر ارزښت هم لري.»

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس دغه راز ویلي چې د دې نوښت موخه د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د چینایي پانګوالو په مرسته د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

د نوموړي په خبره، ایران کولی شي د دې پروژې لپاره اړین بنسټیز امکانات، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوې هم برابرې کړي.

مرتضی ذاکریان په دې اړه ویلي: « موږ باید د اقتصادي او ډېپلوماټیکو تګلارو پر بدلون هم کار وکړو، ځکه چې موږ باید له خطي او یو اړخېزې ډېپلوماسۍ څخه څو اړخېزې او څو پوړیزې ډېپلوماسۍ ته لاړ شوو، ترڅو د هېوادونو د ګډو ظرفیتونو د ګټې اخستنې لپاره زمینه برابره شي.»

مرتضی ذاکریان زیاته کړې چې چین به د پانګونې، مالي تمویل او ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې مهم رول ولوبوي او افغانستان به هم د خپلو پراخو کاني سرچینو، کمیابو فلزاتو او مهم ټرانزیټي موقعیت له امله د دې نوښت یو اساسي لوری وي.

د چارو څارونکي بیا وایي، د افغانستان، ایران او چین ترمنځ د ازادې سوداګریزې او صنعتي سیمې جوړول کولی شي افغان سوداګرو ته هم پراخې زمینې برابرې کړي.

د دوی په خبره، دا څه د افغانستان سوداګرۍ، اقتصاد او صنعتي پراختیا په برخه کې هم بې‌شمېر بدیلې لارې په واک ورکولی شي.

افغان سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « که دا زون جوړ شي، ویلای شم چې د افغانستان په اقتصاد، تجارت او پانګونې کې به ډېر لوړ باور رامنځته شي. دا به زموږ خلکو ته ډېرې کاري زمینې هم برابرې کړي او موږ کولی شو د سیمې په کچه د یوه تجارتي مرکز په توګه ترې کار واخلو.»

 اقتصادي شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « دا د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او اقتصاد له پلوه مثبت ګام دی او ورسره به ډېرې نورې پروژې هم راشي. همدارنګه د دې زون له امله به بهرني پانګوال هم افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي. زموږ خپلو پانګوالو ته هم د تجارت او ټرانزیټ ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي.»

د یادولو ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د افغانستان ګاونډ او سیمه‌ییز هېوادونه هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو له کابل سره سوداګریزې، اقتصادي او ټرانزیټي اړېکې پراخه او لا باوري کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي
اقتصاد

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده
اقتصاد

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې
اقتصاد

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist