Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/26

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیوچارو وزیر محمد اسحاق ډار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې د دغه هېواد په بېلابېلو ایالاتونو او سیمو کې ۲ زره امنیتي پیښې شوي دي.


ډار زیاته کړې، ډېری دغه بریدونه  پرامنیتي ادارو او ځواکونو شوي چې سلګونو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د نوموړي په خبره،په دغو ۲ زره امنیتي پیښو کې ملکیانو ته هم زیان رسیدلی دی.


ډار په دې اړه وايي:« روان کال په پاکستان کې له  ۲ زرو ډېرې امنیتي پېښې رامنځ شوې چې له امله یې تر ۵۶۰ زیات کسان وژل شوي دي او زیاتره دغه بریدونه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو شوي دي.»


خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، په پاکستان کې د روانو ناامنیو او امنیتي پیښو اصلي لامل د دغه هېواد نظامیان دي چې تل یې د پیسو په بدل کې د نورو کرايي پروژې اخیستي او پرمټ یې وران کارې ډلې او ټپلې روزلي او لاهم دوام ورکوي .

 

دوی وايي، اوس نړۍ ته ثابته ده چې ټولې وران کارې ډلې په پاکستان کې مرکزونه او پټن ځایونه لري او اسلام اباد یې د نورو ناامنه کولو لپاره ملاتړ کوي.

 

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي:« دا ۲ زره امنیتي پېښې چې په پاکستان کې شوې دي، لامل یې په خپله د پاکستان پوځ او آی‌اېس‌آی دي، د دې لپاره چې دا دواړه د بهرنیو هېوادونو باقدرته هېوادونو پروژې دي او دا ناامني په پاکستان کې نوره هم زیاتېږي؛ د دې لپاره چې پاکستان سیاسي ثبات نه لري او د خپلو اقتصادي ګتو لپاره له هر هېواد سره خپلې اړېکې ساتي او له بلې خوا دا تروریستي ډلې اوس ټولې نړۍ ته ثابتې شوې چې په پاکستان کې دي.»

 

ځینې نور بیا په دې باور دي چې  د پاکستان د ناسمو ستراتيژیو او په دغه هېواد کې له خلکو سره د دوه ګوني چلن له  امله په پاکستان کې ناامني رامنځ ته شوې او هغه وسله وال چې د پاکستان پر وړاندې جګړه کوي هم د پاکستاني پوځ د سیاستونو زیږنده ده.

 

د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح وايي:« که نن ورځ پاکستان ناامنه دی خو دلیل یې د پاکستان نامناسب حرکات او ظلم دی، چې په مقابل کې یې ټي‌ټي‌پي راپورته شوې؛ خو که دا ډلې یې پر وړاندې جنګېږي نو د دوی خپلې دي او هلته مرکزونه لري او په خپله هم پوهېږي چې دا ډلې د پاکستان د حکومت د ظلم او بې عدالتۍ له امله راپورته شوې دي.»

 

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود بیا وايي، د پاکستان د ناامنۍ یو لامل د دغه هېواد ناسم اقتصادي او سیاسي وضیعت هم دی چې پاکستان یې له پراخې ناامنۍ سره مخ کړی دی.

 

د مسعود په خبره، پاکستان ته پکار ده چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ازادو ولسونو غوښتنو ته درناوي وکړي او له خپلو ګاونډیو سره شته ستراتیژیو کې بدلون راولي.

 

مسعود په دې اړه وايي:« پاکستان چې کومه پالیسي پر مخ بیایي اصلي لامل یې دا دی، چې نن پاکستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي لحاظ په یو بد وضعیت کې قرار لري؛ که چېرې پاکستان غواړي چې په سیمه کې امنیت وي، ثبات وي نو ښه لاره یې دا ده چې له ګاونډیانو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د یوې متمدنې او نېکې لاره خپله کړي او دا په هغه صورت کې کېدلی شي چې د پاکستان پوځ په خپله پالیسۍ کې بدولون راولي.»

 

تازه د پاکستان  تر کنټرول لاندې ټانک سیمه کې د پولیسو او پوځیانو په ګډې پوستې موټر بم برید شوی چې ۱۵ تنه نظامیان په کې وژل شوي او ۲۵ نورټپیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist