د افغانستان د ازادو سیالیو نامتو لوبغاړی احمد ولي هوتک د خپل قرغز سیال پر وړاندې د سیالۍ لپاره د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۳ مه» روسیې ته ولاړ.
هوتک روسیې ته له روانېدو مخکې په یوه خبرې کنفراس کې د راتلونکې سیالۍ په اړه مالومات ورکړل، چې د روانې جون میاشتې پر ۲۴ مه نېټه به روسیې کې ترسره شي.
هوتک وايي:« ټاکل شوې ده،چې د جون میاشتې پر ۲۴مه په ډبلیو. ټي. کې. اېف سازمان کې یوه لوبه ولرم. وروستیو کې تحولات راغلل او له دې تحولاتو سره د اېم. اېم. اې فعالیت تقریبا بند شوی او لوبې کمې شوې. زه ژمنه درکوم،چې له دې وروسته خپلې لوبې پیل کوم او په نورو نړیوالو سازمانونو کې هم سیالي کوم. دا لوبه مې د قرغېز سیال پر وړاندې ده.»
د احمد ولي هوتک او قرغزستان لوبغاړي تر مېنځ سیالي په ډبلیو. ټي.کې.ایف سازمان کې ترسره کېږي،چې د نړۍ مشهوره سوک وهونکي او د ازادو سیالیو لوبغاړي په کې ګډون کوي.
هوتک ډاډ ورکړ،چې سیالۍ ته یې له وړاندې ښه تمرینونه کړي او ډاډه دی،چې سیالي به وګټي او افغانستان ته به بریا راوړي.
هغه زیاته کړه:« په افغانستان کې چې تر دې دمه یم، د سیالۍ لپاره مې ډېر زحمت اېستلی دی. هره شیبه مې افغانان سترګو ته درېږي. هره شیبه مو د افغانستان بریا سترګو ته درېږي،چې دا سیالي د افغانستان پر نوم کړو. لاهم یو څو ورځې وخت لرم،چې په مسکو کې به لا ډېره هڅه وکړم. زه چې ځم، زیاته هڅه مې دا ده،چې باید ګټونکی شم.»
د احمد ولي هوتک مخالف لوبغاړی مراد،چې تر دې دمه ې څلور پروفیشنل سیالۍ ترسره کړي، د بریا ښه ریکارډ له ځانه سره لري، خو هوتک بیا ډاډه دی،چې سیالۍ ته یې ښه تیاری نیولی.
په هېواد کې له تحول راورسته د ازادو سیالیو ډېری لوبغاړي له هېواده ووتل، خو لا هم ځیني لوبغاړي پر کوردننه خپل تمرینات او لوبې ترسره کوي او له اسلامي امارته د ملاتړ غوښتنه کوي.