Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/16

هند وایي له افغانستان سره یې د هوایي دهلېز له لارې سوداګري په ښه حالت او عادي ډول روانه ده.

د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت چارواکو نوي ډهلي ته د کرنې وزیر له سفر وروسته ویلي چې د کابل او ډهلي ترمنځ سوداګري د هوايي دهلېز له لارې روانه ده.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي، د اسلامي امارت د کرنې وزیر هند ته د سفر پر مهال د دې هېواد له وزیرانو او سوداګریزو خونو سره د سوداګرۍ په تړاو لیدنې کړې دي.

رندهیر جېسوال زیاته کړې: « د افغانستان اسلامي امارت کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري نږدې یوه اوونۍ په هند کې و او دلته یې له بېلابېلو لوړو پوړو چارواکو او لورو سره ښې لېدنې او خبرې لرلې. تاسې خبر یاست چې د ډهلي او کابل ترمنځ هوايي دهلېز فعال دی او د یاد دهلېز له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه په عادي ډول جریان لري.»

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري نږدې یوه اوونۍ په هند کې و او په یاده موده کې یې د هند د کرنې وزیر، د خوراکي توکو د پروسېس له وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ترڅنګ، د هند د سوداګرۍ او صنایعو فډراسیون، د سوداګرۍ خونې او د کرنې سکټور په برخه کې له یو شمېر کورنیو او نړیوالو سازمانونو سره څو اړخیزې سوداګریزې ناستې وکړې.

افغان سوداګر هم مني چې په دې وروستیو کې یې له هند سره سوداګري په عادي او ښه ډول روانه ده.

افغان سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « له هغې ورځې راهیسې چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د هوايي دهلېز له لارې د وارداتو او صادراتو فیس یو ډالر وټاکه، له دې سره زموږ او د هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوه او اوس په نورمال ډول د افغانستان په ګټه روانه ده.»

افغان سوداګر نبي افغان وايي: « زموږ او هند ترمنځ تجارتي اړیکې لا ښې کېدلی شي. تاسو وګورئ موږ درملو ته اړتیا لرو او له دې خوا هند زموږ وچې او تازه مېوې ته اړتیا لري. همدارنګه زموږ قېمتي کاڼي او نباتي بوټي هم په هند کې ښه بازار لري.»

هندي چارواکو دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې د کابل او ډهلي ترمنځ د ځمکې له لارې سوداګري یو څه ټکنۍ شوه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې دا سوداګرۍ په عادي ډول روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist