Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/25

د بهرنیوچارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي پر مشرۍ بروکسیل ته تللي افغان پلاوي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر بیا پیلېدو، د دواړو لوریو ترمنځ  پر باور جوړونې خبرې کړې دي.


عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغه سفر پر مهال یې له اروپايي لوري سره د هغو افغانانو د ستونزو پرحل هم غږېدلی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي او دمګړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

بلخي تمه ښودلې چې د مثبت تعامل لپاره نه یوازې دا چې لار پرانیزي بلکې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزې به هم حل کړي.


هغه زیاته کړې:« د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې مو په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر بیا پیلېدو ، پر باور جوړونې ، اغیزمن حضور او د هغو افغانانو د ستونزو د حل په لارو چارو بحثونه وکړل چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي او له ستونزو سره مخ دي. هیله کیږي چې دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانیزي په بهر کې مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسیدنې بهیر پیاوړی او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ فضا لا پراخه کړي.»


د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:« هلته له اروپايي ټولنې سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو باندې بحثونه ول چې یو له هغو بحثونو په اروپا کې د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدماتو وړاندې کول وو او هلته د افغانانو حقونو خونديتوب او د نورو اسانتیاوو ورته چمتو کول وو. تمه ده چې دغه سفرونه به دوام ولري، د پلاویو تګ راتګ به دوام پیدا کړي او هیله لرو چې اروپا کې د افغان حکومت د استازو د اغیزمن حضور به وکولای شي چې اروپا کې مېشتو افغانانو ته اړینې اسانتیاوې برابر کړي او د افغانستان او اروپا ترمنځ ښکلیتیاوې زیاتې شي، ترڅو رغنده تعامل ته لاره برابره شي.»


په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، اروپا ته د افغان پلاوي سفر به د دومداره تعامل لپاره لار هواره کړي او همدا راز په اروپا کې مېشت افغانان به له باوري خدمتونو او خپل هېواد سره د اغیزناکو اړیکو برخمن کړي.


جلالي څرګنده کړې:« زه هیله‌ من یم چې دا سفر به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د لا عملي او دوامدار تعامل لپاره لاره هواره کړي او همدارنګه به مرسته وکړي چې په اروپا کې مېشت افغانان له باوري خدمتونو او له خپل هېواد سره د اغېزمنو اړیکو او ارتباطي لارو څخه برخمن شي.»


له سیاسي اړخه بیا د افغان پلاوي دغه سفر ته تمې زیاتې دي چې د کارپوهانو په باور دغه سفر له اروپايي ټولنې سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي او همدا راز د باور فضا به رامنځته کړي.


د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« زما په اند باندې خپله د پلاوي تګ یو ځانګړی اهمیت لري. دویم دا چې اروپايي ټولنه دغه شان یوې ناستې ته د داسې یوه پلاوي ته بلنه ورکول، دا په خپله د تعامل لپاره لاره خلاصوي. زه هیله لرم چې له دې سربېره چې هلته به د افغانانو ستونزې وي، بې له شکه چې اجنډا هم همدغه ده، خو له دې سره کېدلای شي چې په راتلونکې کې نورو سیاسي تعاملاتو ته هم لاره هواره شي.»


د بهرنیو چارو وزارت د څلورم سیاسي رییس په مشرۍ بروکسیل ته د افغان پلاوي د دې سفر موخه په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو له سره پیل ستونزو ته یې رسېدنه او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره په دوه اړخیزو خبرو ناستې ښودل شوې دي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د زمري ۲۴ مې په مناسبت پيغام کې افغانان یووالي او عدالت پلي کولو ته را بللي

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې
افغانستان

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

اگست 17, 2026
کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې
افغانستان

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ
افغانستان

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026

وروستي خبرونه

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر د زمري ۲۴ مې په مناسبت پيغام کې افغانان یووالي او عدالت پلي کولو ته را بللي

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

اگست 17, 2026
کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist