Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/24

په کابل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مرکزي دفتر کې د دغې کمپنۍ د نوم او لوګو د بدلولو لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي دي .

 

دغه مخابراتي شرکت چې له دې وړاندې د اتصالات افغانستان په نوم فعالیت درلود له دې وروسته به د اي انډ په نوم فعالیت ولري.

 

د شرکت مسوولین وايي، له دې سره به د مخابراتي خدمتونو ترڅنګ نورو برخو کې هم فعالیتونه ولري او خلکو ته خدمات وړاندې کړي .

 

د اي انډ مخابراتي شرکت د اړیکو او ارتباطاتو ډاریکټر کفایت الله نبي خېل وايي:«اتصالات غواړي چې د مخابراتي خدماتو وراخوا نور ډیجیټلي خدمات هم ټولنې ته وړاندې کړي، په دې کې تر ټولو د مخه د ډیجیټلي پېسو راکړه ورکړه ده (اي انډ) په دې مانا چې اتصالات له دې وروسته ورزشي خدمات، اسلامي خدمات او دغه ډیجیټلي خدمات وړاندې کولای شي او دغسې نور خدمتونه د مخابراتي خدماتو ور اخوا وړاندې کوو.»

 

په همد حال کې د دغه مخابراتي شرکت چارواکي وايي، د نوم بدلون یې په دې مانا دی چې دوی افغانانو ته د ټېکنالوجۍ په برخه کې لا زیاتو خدماتو ته ژمن دي.

 

د اي انډ مخاربراتي شرکت اجرایوي رییس عبدالله الجزیري وایي:« اي انډ دا زموږ یوازې د نوم او لوګو بدلون نه دی، بلکې دا زموږ د نوي لید لوري او د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو تل پاتې ژمنتیا ښکارندوی کوي»

 

اي انډ چې پخوانی نوم یې اتصالات مخابراتي شرکت  دی په ۲۰۰۷ کال کې یې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ،چې  تردې مهاله یې په افغانستان کې یې د پیرېدونکو شمیر ۷ ملیونو ته رسیدلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025

وروستي خبرونه

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

اگست 9, 2026
سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو پرېکړه کړې

اگست 9, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې

اگست 9, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

بریټانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لېږد پروسې د چټکولو غوښتنه شوې

اگست 9, 2026
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist