Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

د عصري ټکنالوجۍ د چټک پرمختک په روان بهیر کې لاهم د افغانستان ځینو سیمو اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د سرپل بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ټیلفوني اړیکې نیولو لپاره اړ دي چې ساعتونه لرې ځای ته مزل وکړي.

ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې دغې چارې نه یوازې ستړي کړي بلکې ورځني کارونه يې هم له خنډ سره مخ کړي.

د بلخاب اوسېدونکی محمد صفایي وايي: « د بلخاب ولسوالۍ ۹۰ سلنه خلک مخابراتي ستونزې لري. دلته په ټوله ولسوالۍ کې ۲ د سلام، ۳ د روشن او یو هم د افغان بیسیم مخابراتي شبکو انتنونه دي چې هغه هم د ولسوالۍ تر مرکز پورې محدود دي. پاتې ټوله ولسوالي او کلي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.»

د بلخاب اوسېدونکی حسین ابراهمي وايي: « لرې پراته کلي مخابراتي شبکو او انټرنېټ ته هېڅ ډول لاسرسی نه لري. د ستونزو پرمهال د اړیکو ټینګولو امکانات نه شته.»

 د بلخاب خلک په دولتي ادارو کې د خپلو کارونو پر وخت او ژر ترسراوي کې هم د مسوولینو جدي پاملرنه غواړي.

د بلخاب یوتن اوسېدونکی محبوب وايي: « بلخاب ډېرې ستونزې لري، خو تر ټولو بېړنۍ هغه یې مخابراتي شبکو ته د لاسرسي نه لرلو ستونزه ده. موږ دلته د بلخاب په مرکز کې ستونزه لرو، لرې پراته کلي خو اصلا ً لاسرسی نه لري. خلک له دې ستونزې ډېر ځورېږي او هیله لرو چې ژر تر ژره رفع شي.»

که څه هم د مخابراتو وزارت مسوولین ادعا کوي چې د هېواد۹۰ سلنه وګړي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري، خو د بلخاب په څېر لرې پرتې سیمې لاهم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم(اترا) ادارې ویاند وایي، وروستیو څلورو کالو کې مخابراتي خدمات تر زیاتو محرومو سیمو رسول شوي او هڅه کېږي چې پاتې نورو ته هم ورسول شي.

د اترا ادارې ویاند جلاالدین شمس وايي: « اترا ادارې د خپلې انکشافي بودیجې له لارې په سرپل ولایت کې ۲۳ مخابراتي سایټونه فعال کړي او د سږ کال لپاره هم د ۷ نورو جوړول په پلان کې نیول شوي وو چې د جوړېدو چارې یې روانې دي. همدارنګه د نورو مخابراتي شبکو له خوا هم په سرپل کې ۸ نوي انتنونه جوړېږي چې ورسره به په دې ولایت کې مخابراتي ستونزې راکمې شي.»

دا یوازې د بلخاب ولسوالۍ نه ده چې مخابراتو خدماتو ته په کې لاس رسی محدود دی بلکې د خلکو په خبره لا هم د هېواد ډېر شمېر لرې پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه نه شته یا کمزوري او محدود دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist