Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

له تېرو څو ورځو راهیسې لا هم د نړۍ په ټولنیزو او ټولیزو رسنیو کې د امریکا ولسمشر او د ایټالیا لومړۍ وزیرې ترمنځ ناندارۍ تا وېلي او ما وېلي روانې دي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا مېلوني ویلي، ټرمپ هغه خبره له ځانه جوړه کړې چې ګواکي دې د تصویر اخستلو لپاره زارۍ ورته کړې دي.

نوموړې زیاته کړې، د ډونالډ ټرمپ هغې مرکې حیرانه کړې چې د ایټالیا له یوه خبري چینل سره یې کړې او په کې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې د ایټالیا لومړۍ وزېرې له ده سره د عکس اخستلو لپاره زارۍ کړې دي.

جورجیا مېلوني ویلي: « دا لومړی ځل نه دی؛ زه نه پوهېږم چې د امریکا ولسمشر ولې له خپلو متحدینو سره داسې چلن کوي. زه یوازې دا ویلی شم چې دا د خواشینۍ وړ ده چې هغه د لوېدیځ او امریکا له دښمنانو سره داسې چلن نه کوي؛ هغه (دښمنان) چې له مشرانو سره یې په ظاهره ډېر نرم چلن کوي. خو ټرمپ باید یوه خبره په یاد ولري؛ هغه دا چې نه زه او نه هم ایټالیا هېڅکله چاته زارۍ نه کوو.»

د مېلوني له دې څرګندونو وروسته داسې ښکاري چې د دواړو مشرانو ترمنځ اختلاف په ښکاره ډول څرګند شوی.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د ایټالیا له رسنیو سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي و چې هغې له ماسره د انځور اخستلو غوښتنه وکړه او زما سخت زړه پرې وسوځېد.

ډونالډ ټرمپ دا هم ویلي چې مېرمن مېلوني په خپلو خلکو کې محبوبیت بایللی او اوس زما له لارې غواړي چې دا څه بېرته ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «هغې له ما سره انځور اخیستل غوښتل؛ ځکه څو ځله یې غوښتنه وکړه، خو زه مجبور شوم چې یو انځور ورسره واخلم، ځکه زړه مې پرې وسوځېده. بل تاسې پوهېږئ چې هغه اوس مهال په خپلو خلکو کې چندان محبوبیت نه‌لري او اوس زما له لارې غواړي چې دا څه بېرته لاسته راوړي.»

جورجیا مېلوني وايي، د ټرمپ دا خبره په بشپړه توګه لاسي جوړه شوې ده. هغې د ټرمپ څرګندونې بې‌مانا بللې دي او وايي، زما محبوبیت په تاپورې اړنه لري او دا چې ټرمپ د خپل محبوبیت ته پام وکړي.

جورجیا مېلوني په دې اړه ویلي: « دا ته څه بې‌مانا او بې ځایه خبرې کوي؟ زما ولسي محبوبیت په تا پورې هیڅ اړه نه‌لري، ته خپل ولسي محبوبیت وساته. زما محبوبیت د ایټالیا ولسي خلکو ګټو پورې تړلی، نه له تاسې سره په دوستۍ او دښمنۍ کې. زه تل د خپلو خلکو د دفاع او ګټو لپاره خبرې کوم.»

مېرمن مېلوني تایید کړه چې د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو ناجاني راتلونکې اوونۍ د امریکا سفر لغو کړی.

د ټرمپ او مېلوني له خوا په عام محضر کې دا ډول څرګندونې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې تر کومه بریده درځ رامنځته شوی.

د نړیوالو چارو شنونکی عبیدالله بهیر وايي: « پر ایران د امریکا له یرغل سره د لوېدیځو هېوادونو ګډ صف مات شو. موږ نن ورځ وینو چې د امریکا اروپايي متحدین له دوی سره مخالفت کوي او خبرې یې دروغ ګڼي.»

د اوو سترو صنعتي هېوادونو «جي سېون» غونډې په ترڅ کې د دواړو مشرانو ګڼ شمېر انځورونه خپاره شول. وروسته مېلوني رسنیو ته وویل چې د دوی په اړیکو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د همدې غونډې پر مهال دواړه مشران په داسې حال کې یوځای ناست لیدل کېدل چې مېلوني د خبرو پر مهال موسکۍ وه.

کله چې په دې اړه ایټالوي چینل په مرکه کې له ټرمپ پوښتنه وشوه، هغه وویل چې مېرمن مېلوني ښایي خوشاله وي چې له ماسره یې خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر وړاندې ویلي: « دا یو واقعیت دی، هغه باید خوشاله وي چې ما ورسره یو څو خبرې وکړې؛ ځکه هغې غوښتل چې زه باید یو څو خبرې ورسره وکړم. کله چې ما یو څو خبرې ورسره وکړې، نو هغه خوشاله شوه او موسکه موسکه کېده.»

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني دا سخت غبرګون له هغه وروسته راغی چې ایټالیا د ایران امریکا او اسراییلو جګړې پرمهال، امریکا ته د خپلو هوايي حریم او نظامي اډو له ورکولو ډډه وکړې. له دې وروسته د امریکا او ایټالیا ترمنځ سیاسي اړیکې کمزورې شوې، په داسې حال کې چې تر څه مودې مخکې دا دواړه هېوادونه ډېر نږدې وو.

مېلوني چې په ۲۰۲۲ کال کې لومړۍ وزیره ټاکل شوې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ټرمپ د لوړې مراسمو کې ګډون کوونکې یوازینۍ اروپايي مشره وه او د اروپايي ټولنې د نورو غړو له خوا د امریکا له ولسمشر سره د احتمالي اړیکو د وسیلې په توګه ورته کتل کېده.

خو مېرمن مېلوني د ایران پر ضد د امریکا له جګړې سره ښکاره مخالفت وکړ او په اپریل کې ټرمپ د ایټالوۍ ورځپاڼې «کورېره دېلا سیرا» سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي چې ما فکر کاوه هغه زړوره ده مګر زه تېروتی وم.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist