Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

د کابل او استانې ترمنځ  د اقتصادي اړیکو پراختیا نوي باب پرانستل شو. د صنعت اوسوداګرۍ وزیر کابل ته د قزاقستاني پلاوي د سفر په پای کې وايي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو نوي قرار دادونه شوي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کلنی حجم نږدې درې میلیارده امریکايي ډالرو ته  لوړ شي.

نورالدین عزیزي وايي: « موږ د تجارت لپاره ۳ میلیارده ډالره اندازه ټاکلې وه او غواړو چې دې هدف ته نږدې شو. نن ورځ د دې لپاره ښه فرصت برابر دی.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز وايي، د دواړو هیوادونو د دولتي او خصوصي سکټورو نو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره، د ګډې پانګونې، سوداګرۍ پراختیا، لوړو زده کړو، اوسپنې پټلۍ تړون چې۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه پرې کېږي، دافغانستان د ټرانزیټ په برخو کې اسانتیاوي رامنځ ته کېدل، د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ ټاکلي سقف ته نږ دې شوی.

دوی زیاتوي، د قزاقستان له لارې له چین سره د وصل کېدو په یوه نوي مسیر هم  خبرو پیل شوې او په کې د افغان ټرانزیټ لپاره ځانکړي تخفیفونه هم په نظر کې نیول شوي. دغه کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا نور هغه موضوعات وو چې بحثونه ورباندې شوي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر په دې اړه وايي: « د لوړو زده کړو له وزارت سره هم یو پروګرام مخکې وړو چې په کې زموږ د خلکو روزنه او د ځینو مسلکونه زده کړه په کې شامل دي. دا پروګرام به ډېر ژر پرانستل شي. همدارنګه قزاقستان په افغانستان کې د رېل کرښو جوړولو یو لوی قرارداد په پام کې لري چې ۵۰۰ میلیون ډالره به پرې پانګونه کېږي. د دې پروژې پر عملي جزئیاتو هم خبرې وشوې او هوکړې ته نږدې شوي یو.»

په ورته مهال، د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر  ویلي چې افغانستان ته يې سفر له اقتصادي پلوه له لاسته راوړنو ډک و او زیاتوي چې د دې هېواد یو شمیر پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، پانګونه هم وکړي.

د قزاقي چارواکو په وینا، په دواړه هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره لوړ ظرفیتونه شته چې اوس ترې د ګټه اخستلو لپاره مناسبه فضا رامنځته شوې ده.

سریک ژومانګارین وايي: « د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې لوړ ظرفیتونه شته. موږ د دې سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا باندې خبرې وکړي چې هغه د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او اوسپنې پټلۍ باندې پانګونه په کې شامل دي. یو شمېر قزاقي پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه هم وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغان او قزاقستاني تولیداتو د ګډ نندارتون جوړېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شویو دوه ‌اړخیزو غونډو په پایله کې، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یادې هوکړې د درملو، سبزیو، وچو او تازه مېوو، اوړو، غنمو او غوړیو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ د بانکي همکاریو په برخو کې شوې دي.

چارواکي وایي، د دغو هوکړو موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونو زیاتول او دغه راز د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist