Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/18

د تخار په نمک اب ولسولۍ کې د خصوصي سکټور نوی ګام. پانګوال وایي که ملاتړ یې وشي، خلکو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ به خپل کار ته نوره هم پراختیا ورکړي.

د کارخونې مسوول حاجي محمد نبي وايي: « شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالر موږ لګښت پرې کړی، خو لایې هم کارونه پاتې دي. موږ په دې کارخونه کې په دوو پړاوو کې مالګه تصفیه کوو؛ لومړی پړاو یې ابتدايي وینځل دي او بل پړاو یې بیاځل تبلور دی چې په هر ساعت کې به له ۷ تر ۱۰ ټنو مالګې د تصفیه کولو وړتیا ولري.»

دلته پرکار بوخت ځوانان دا ډول پانګونې مهمې بولي او په خبره يې، په کور دننه بوختیا له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

د کارخونې کارګر روزي وايي: « له دې وړاندې ایران کې وم او ډېر به تکلفیف وم. اوس دلته د کار زمینه برابره شوې او ډېر خوښ یم.»

یوبل کارګر محمد هاشم وايي: « زه له ټولو پانګوالو غواړم چې د همدې کارخونې په څېر خپلو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

په همدې حال  کې د تخار صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د ورته پرمختګونو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې پانګوالو او سوداګرو ته به لا زیات سهولتونه برابر کړي.

د تخار صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالرحمن غزنوي وايي: « د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ دی او خلک کولی شي خپلې سرمایې په ډاډمنه توګه ولګوي. موږ د ټولو ملاتړ کوو او له هغو پانګوالو هم هېواد ته د راتګ غوښتنه کوو چې له هېواد څخه بهر اوسېږي. موږ د دې ملاتړ او امنیت ته ژمن یو.»

د تخار صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ لویې او کوچنۍ بېلابېلې تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې په کې سلګونه کسانو ته کاري فرصت برابر شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist