د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونیسف) وایي، افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو زیاتو ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي ناورینونو له جدي خطرونو سره مخامخ دي.
د یونیسف موندنو له مخې، افغانستان په جنوبي اسیا کې د ماشومان د زیانمنتوب له پلوه تر ټولو لوړ ځای لري، دا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ماشومانو لپاره بنسټیز خدمتونه کمزوري کوي.
د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ډاکټر تاجالدین اویواله دغه راز ویلي، افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي او له دې ډلې ۴۱ سلنه ماشومان د سېلابونو، وچکالۍ، د تودوخې لوړې کچې، دوړو او توفانونو په څېر خطرونو تر اغېز لاندې ژوند کوي.
اویواله زیاته کړې: « د افغانستان ماشومان لا له وړاندې د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي. هغه څه چې وضعیت لا خطرناک حالت ته بیايي، دا دي چې اقلیمي ګواښونه د ماشومانو له لوړې زیانمننې سره یوځای شوي دي. په افغانستان کې له ۷۵ سلنو زیات ماشومان د وچکالۍ له خطر سره مخ دي. له نیمايي ډېر ماشومان د اوږدمهالو او تکراري ګرمو څپو اغېزې تجربه کوي او شاوخوا ۱.۷ میلیونه ماشومان د سېلابونو له خطر سره مخامخ دي.»
یونیسف دغه راز زیاته کړې، د طبیعي پېښو له امله د خوړو تولید کمېږي، پاکو اوبو ته لاسرسی محدودېږي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر لا زیاتېږي.
د یونیسف په خبره، د طبیعي پیښو پر وړاندې مقاومت لرونکو ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، د ماشومانو د ساتنې پروګرامونو او د ټولنیز ملاتړ سیسټمونو پیاوړتیا کولی شي د طبیعي ناورینونو پرمهال د ماشومانو ژوند او راتلونکی خوندي کړي.
د افغانستان لپاره د یونیسف استازی تاجالدین اویواله په دې اړه ویلي: « د افغانستان لپاره پیغام روښانه دی، که غواړو ماشومان مو د اقلیمي بحران له اغېزو خوندي شي، نو باید په هغو خدمتونو کې دوامداره پانګونه وشي چې هغوی روغ، خوندي، تغذیه شوي او په زده کړو بوخت وساتي.»
د چاپیریال ساتنې او اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د وچکالۍ دوام، اقتصادي فشار او د دغو پدیدو د مخنیوي پر وړاندې پر وخت مبارزه نه کول، پر ټولنه لا زیاتې منفي اغېزې پرېښودلی شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « که موږ د ځنګلونو بیا رغونې او د اوبو زېرمه کولو بندونو جوړولو ته مخه کړو، بېله شکه کولی شي طبیعي پېښې کمې کړي او د هېواد اقلیمي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان هم مني چې افغانستان د تېرو څو لسېزو جګړو او اقلیمي بدلونو له جدي ننګونو سره مخ شوی او اقلیمي بدلون د افغانانو ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړي. د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د اقلیمي بدلونو له امله بې ځایه شوې دي. دغه اداره له نړیوالو غواړي چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي او نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړي.
د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند محب الله بهار وايي: « کله چې دوامداره وچکالي وي او یا ناڅاپي سېلابونه راوځي، نو د خلکو کرنیزې ځمکې او د اوبه خور سیسټم له منځه وړي؛ دا خلک بیا کافي اوبو ته لاسرسی نه لري چې پر خپلو کرنیزو ځمکو یې ولګوي. له همدې امله خلک مجبورېږي چې له خپلو سیمو کډه وکړي. دا ډول بېځایه کېدل په ځانګړې توګه د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو پر ژوند ډېر منفي اغېز لري او له ستونزو سره یې مخامخوي.»
په تېرو دوو لسیزو کې پرله پسې وچکالۍ، ترځمکې لاندې اوبو سطحې ټيټېدل، ناڅاپي سېلابونه راوتل او د خاورې تخریب هغه پایلې دي چې د میلیونونو افغانانو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وایي، په هېواد کې اوږده وچکالي، د اورښتونو کمښت او تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالی هغه ننګونې دي چې لامل یې اقلیمي بدلون دی.