Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/18

د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونیسف) وایي، افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو زیاتو ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي ناورینونو له جدي خطرونو سره مخامخ دي.

د یونیسف موندنو له مخې، افغانستان په جنوبي اسیا کې د ماشومان د زیانمنتوب له پلوه تر ټولو لوړ ځای لري، دا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ماشومانو لپاره بنسټیز خدمتونه کمزوري کوي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویواله دغه راز ویلي، افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي او له دې ډلې ۴۱ سلنه ماشومان د سېلابونو، وچکالۍ، د تودوخې لوړې کچې، دوړو او توفانونو په څېر خطرونو تر اغېز لاندې ژوند کوي.

اویواله زیاته کړې: « د افغانستان ماشومان لا له وړاندې د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي. هغه څه چې وضعیت لا خطرناک حالت ته بیايي، دا دي چې اقلیمي ګواښونه د ماشومانو له لوړې زیان‌مننې سره یوځای شوي دي. په افغانستان کې له ۷۵ سلنو زیات ماشومان د وچکالۍ له خطر سره مخ دي. له نیمايي ډېر ماشومان د اوږدمهالو او تکراري ګرمو څپو اغېزې تجربه کوي او شاوخوا ۱.۷ میلیونه ماشومان د سېلابونو له خطر سره مخامخ دي.»

یونیسف دغه راز زیاته کړې، د طبیعي پېښو له امله د خوړو تولید کمېږي، پاکو اوبو ته لاسرسی محدودېږي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر لا زیاتېږي.

د یونیسف په خبره، د طبیعي پیښو پر وړاندې مقاومت لرونکو ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، د ماشومانو د ساتنې پروګرامونو او د ټولنیز ملاتړ سیسټمونو پیاوړتیا کولی شي د طبیعي ناورینونو پرمهال د ماشومانو ژوند او راتلونکی خوندي کړي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازی تاج‌الدین اویواله په دې اړه ویلي: « د افغانستان لپاره پیغام روښانه دی، که غواړو ماشومان مو د اقلیمي بحران له اغېزو خوندي شي، نو باید په هغو خدمتونو کې دوامداره پانګونه وشي چې هغوی روغ، خوندي، تغذیه شوي او په زده ‌کړو بوخت وساتي.»

د چاپیریال ساتنې او اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د وچکالۍ دوام، اقتصادي فشار او د دغو پدیدو د مخنیوي پر وړاندې پر وخت مبارزه نه کول، پر ټولنه لا زیاتې منفي اغېزې پرېښودلی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « که موږ د ځنګلونو بیا رغونې او د اوبو زېرمه کولو بندونو جوړولو ته مخه کړو، بېله شکه کولی شي طبیعي پېښې کمې کړي او د هېواد اقلیمي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.»    

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان هم مني چې افغانستان د تېرو څو لسېزو جګړو او اقلیمي بدلونو له جدي ننګونو سره مخ شوی او اقلیمي بدلون د افغانانو ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړي. د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د اقلیمي بدلونو له امله بې ځایه شوې دي. دغه اداره له نړیوالو غواړي چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي او نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند محب الله بهار وايي: « کله چې دوامداره وچکالي وي او یا ناڅاپي سېلابونه راوځي، نو د خلکو کرنیزې ځمکې او د اوبه خور سیسټم له منځه وړي؛ دا خلک بیا کافي اوبو ته لاسرسی نه لري چې پر خپلو کرنیزو ځمکو یې ولګوي. له همدې امله خلک مجبورېږي چې له خپلو سیمو کډه وکړي. دا ډول بېځایه کېدل په ځانګړې توګه د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو پر ژوند ډېر منفي اغېز لري او له ستونزو سره یې مخامخوي.»

په تېرو دوو لسیزو کې پرله ‌پسې وچکالۍ، ترځمکې لاندې اوبو سطحې ټيټېدل، ناڅاپي سېلابونه راوتل او د خاورې تخریب هغه پایلې دي چې د میلیونونو افغانانو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وایي، په هېواد کې اوږده وچکالي، د اورښتونو کمښت او تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالی هغه ننګونې دي چې لامل یې اقلیمي بدلون دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026

وروستي خبرونه

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist