د کابل ښار پر یوې لوړې غونډۍ یوه تاریخي مقبره چې د بارکزیو د کورنۍ نامتو مشر او سیاستوال سلطان محمد خان طلايي وروستی آرامځای ګڼل کېږي.
سلطان محمدخان طلايي د پاینده خان زوی او د امیر دوست محمد خان مشر ورور و. د بارکزیو له ځواکمنو مشرانو څخه و او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
نوموړی په ۱۹مه پېړۍ کې د اوږدې مودې لپاره په پېښور کې حکمران و او د افغان دولت په استازیتوب یې د دې سټراټیژیک ښار چارې پر مخ وړلې. د مقبرې جوړښت يې د خپل وخت د اسلامي او سیمهییزو هنري سبکونو ښکاره بېلګه ده.
که څه هم د ودانۍ ډېره برخه يې د جګړو او وخت له تېرېدو سره ویجاړه شوې، خو لا هم د خښتو جوړ محرابونه، دېوالونه او د ودانۍ پاتې شونې د هغې تاریخي ارزښت څرګندوي.
د کندهار اوسېدونکی عصمتالله وايي: « باید زموږ سوداګر، زموږ حکومت یا هم خیریه بنسټونه دغې مقبرې او نورو تاریخي ځایونو ته پاملرنه وکړي او بېرته یې ورغوي، ترڅو هم ثواب وګټي او هم یې خلک لیدو ته ورشي.»
د کندهار اوسېدونکی جمیل وايي: « باید حکومت پاملرنه ورته وکړي او په چټکه توګه یې ورغوي. دلته نه یوازې کورني بلکې له بهرنیو هېوادونو څخه هم خلک راځي او سیل یې کوي. دا زموږ پخوانی ویاړ دی او باید وساتل شي.»
تاریخي اسناد ښيي چې سلطان محمد خان د خپل نفوذ، شتمنۍ او سیاسي ځواک له امله د خپل وخت له اغېزناکو شخصیتونو څخه شمېرل کېده. انګلیس سیلاني او ډېپلومات الکساندر برنس په خپلو لیکنو کې یادونه کړې چې د نوموړي په دربار کې به هره ورځ سلګونه مېلمانه پالل کېدل.
تاریخ پوهان وایي، د افغانستان تاریخي اثارو ساتنه د ملي هویت د خوندي کولو مهمه برخه ده، خو د هېواد ګڼ تاریخي ځایونه د جګړو، بې پامۍ او طبیعي زیانونو له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
دوی وایي، حکومتونه مسوولیت لري چې د تاریخي ځایونو ساتنه او رغونه وکړي او پرې نږدي چې تاریخي ځایونه له منځه لاړ شي.
تاریخ پوه شهسوار سنګروال وايي: « د تاریخي او لرغونو توکو او ځایونو ساتل ډېر ارزښت لري؛ ځکه دا زموږ د تاریخ یوه برخه ده او باید زیان ونه ویني.»
د نادر خان پر غونډۍ ولاړه دا تاریخي مقبره نه یوازې د یوه مشهور افغان سیاستوال یاد ژوندی ساتي بلکې د افغانستان د سیاسي بدلونونو، واکمنیو او تاریخي پړاوونو یوه مهمه نښه هم بلل کېږي.
حبیبالله چې له کلونو راهیسې د نادرخان تپې د هدیرې ساتنه کوي وايي، حکومت د سلطان محمدخان طلايي د مقبري رغولو لپاره سروې کړې، خو تر اوسه يې عملي چارې نه دي پیل کړې.
نوموړی وايي، د دغسې تاریخي ځايونو ساتنه د راتلونکو نسلونو لپاره د هېواد د تاریخي میراث خوندي کولو په مانا ده.
د نادرخان تپې د هدیرې ساتونکی حبیب الله وايي: « تېر ژمي کې له یونسکو څخه کسان راغلل او وویل چې دا مقبره له سره رغوي. یوه میاشت وړاندې هم ځینې کسان راغل او وايي بررسي یې خلاصه شوې او ښايي کارونه یې پيل شي.
موږ هڅه وکړه چې د سلطان محمدخان طلايي د مقبري رغولو په اړه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د مسووولینو نظر هم واخلو، خو هغوی زموږ اړيکو ته ځواب رانه کړ.
د اسلامې امارت لوړ پوړو چارواکو له دې وړاندې ويلي وو چې د تاریخي اثارو او ځايونو ساتنې ته ژمن دي او ډېری ځايونه يې رغولي هم دي، خو لا هم د کابل په شمول ولایتونو کې ځینې تاریخي ځایونه له منځه تلو په حال کې دي.