Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران د امریکا طرحې ته چمتو کړی ځواب پاکستان ته سپارلی

ایران د امریکا طرحې ته چمتو کړی ځواب پاکستان ته سپارلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/11

په داسې حال کې چې د هرمز تنګي کلابندي د ایران او امریکا له خوا دوام لري او لا هم دواړه خواوې پر یو بل بریدونه کوي، تهران ویلي چې په سیمه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د واشنګټن د طرحی ځواب پاکستان ته سپارلی.

د تهران له خوا دا ځواب داسې مهال ورکړل شوی چې په وروستیو اوونیو کې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي، خو په فارس خلیج کې د خال خال نښتو سربېره،  ماتېدونکی اوربند لا هم ټینګ دی.

د امریکا متحده ایالتونو رسنیو د ایراني سرچینو په حواله په یوه راپور کې ویلي، د امریکا د طرحې په اړه د تهران ځواب په تړاو ډېر لږ جزییات خپاره شوي. 

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور یوه برخه کې راغلي: « د روان جنګ د پای ته رسولو لپاره د امریکا طرحې ته د تهران ځواب په اړه ډېر لږ جزییات خپاره شوي. راپور کې ویل شوي چې له امریکا سره د خبرو اوسني پړاو تمرکز د روانې شخړې د پای په اړه دی. ایراني چارواکو ویلي، ایران او متحده ایالات اوس مهال د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د پرانستلو په اړه دی چې د ایران له خوا بند کړای شوی. په دې ۳۰ ورځو کې به امریکايي او ایراني چارواکي د یوه جامع تړون یا موافقې د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.»

د تهران د ځواب په اړه نور جزییات لا نه دي خپاره شوي او نه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

بله خوا، پرون د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د متحده ایالتونو په میامي ایالت کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې په دې ټینګار وکړ چې په خلیج کې د بحران ریښې باید په سوله ییز ډول د خبرو له لارې له منځه یوړل شي.

د قطر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې دواړو خواو په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د کمولو، امنیت او ثبات د بیا ټینګولو لپاره د پاکستان په منځګړیتوب خبرې وکړې.

خو د متحده ایالتونو د سولې طرحې په اړه دا پرمختګ داسې مهال رامنځته شوی چې په سیمه کې کړکېچ لا هم روان دی او دواړه خواوې د یو بل د اقداماتو پر وړاندې ګواښونه کوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا د عمان په سمندر کې د یوې ایراني بېړۍ له هدف ګرځېدو وروسته د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو قومندان خبرداری ورکړی چې که د ایران کومه بېړۍ هدف وګرځول شي، نو په ځواب کې به یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې او بېړۍ په نښه شي.

دغه ایراني قومندان د ایران له مذهبي مشر سره تر لیدنې وروسته هغو هېوادونو ته چې د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه پلې کوي، خبر دار یې ورکړی چې د دوی بېړۍ به له هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال له ستونزو سره مخامخ شي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور یوه برخه کې راغلي: « د ایران د پوځ یوه  جګپوړي جنرال هغو هېوادونو ته چې د متحده ایالاتو له خوا لګول شوي بندیزونه تطبیقوي، خبرداری یې ورکړی چې دوی به هله له ستونزو سره مخامخ شي چې د دوی بېړۍله هرمز تنګي څخه تېرېږي.»

د ایران له خوا له دې مخکې هم واشنګټن ته د سولې طرحه استول شوې وه چې د متحده ایالتونو د ولسمشر له خوا نا هیلې کوونکې بلل شوې وه، خو دا چې دا ځل به د سپینې ماڼۍ غبرګون څه ډول وي، دا به ډېر ژر څرګند شي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو لومړی پړاو تېره میاشت د اسلام اباد په منځګړیتوب په پاکستان کې ترسره شوې وې، خو کومې حتمي نتیجې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

له هغې را وروسته د دویم پړاو خبرې بیا هم په اسلام اباد کې په پام کې نیول شوې وې، خو په پرله پسې ډول وځنډول شوې. د دې ځنډ یو اساسي علت د متحده ایالتونو د ولسمشر له خوا په بیا بیا بدلېدونکي بیانونه ښودل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist