Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/22

د تهران او واشنګټن ترمنځ د ناندریو او توندو بیانونو له تبادلې وروسته، ایران د اسلام اباد په دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په پام کې نه لري چې له امریکا سره د دویم پړاو خبرو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته خپل مرکچي ټیم واستوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په خبره، ایران د اسلام اباد په خبرو کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي چې که امریکا خپل استازي اسلام اباد استوي، دا د دوی خپله ستونزه ده.

بقايي دغه راز ویلي: « موږ د خبرو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته نه ځو او دا دریځ مو روښانه بیان کړی.  دا چې امریکا لا هم خپل ټیم اسلام اباد ته استوي، دا د دوی خپله ستونزه ده او دا ښايي د کوم بل هدف لپاره وي. موږ په دې خبرو کې ګډون نه کوو.»

ایراني چارواکي دغه راز وايي، دوی د ګواښونو تر سیوري لاندې مذاکرات نه مني او دوی له تېرو دوو اوونیو راهیسې چمتوالی نیولی چې د جنګ په ډګر کې نوي کارټونه وښیي.

د ایران پارلمان مشر او جګپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف ویلي، ټرمپ غواړي د کلابندیو او له اوربند څخه د سرغړونې له لارې د جنګ اور ته لمن ووهي.

قالیباف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « ټرمپ د کلابندۍ او اوربند ماتولو له لارې غواړي د خبرو اترو مېز د تسلیمۍ په مېز بدل کړي، یاهم د جګړې بېرته پيل ته بهانه جوړه کړي. موږ د ګواښونو تر سیوري لاندې مذاکرات نه منو. موږ په تېرو دوو اوونیو کې د جګړې په ډګر کې د نویو کارټونو ښودلو ته چمتوالی نیولی.»

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر تهران تور پورې کړی چې څو څو ځله یې له اوربند څخه سرغړونه کړې. تهران د ټرمپ دې تورونو ته په ځواب کې ویلي، دا ادعا بې بنسټه ده او ټرمپ دروغ وايي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د تورونو تبادلې د سیمې په کچه ځینې ژورې اندېښنې زیږولې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند خبري ناستې ته خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی نه غواړي د دغو مذاکراتو د ناکامۍ په اړه خبرې وکړي.

د هغه په خبره، یوازې قطر نه بلکې ټوله نړۍ د دغو مذاکراتو ملاتړ کوي.

ماجد انصاري زیاته کړې: « قطر د یوه هېواد په توګه له دغو مذاکراتو  بشپړ ملاتړ او د پاکستان د هڅو ستاینه کوي. له همدې مذاکراتو سره په تړاو ، موږ په مسلسله توګه له پاکستان سره په اړیکه کې یو. دلته نه غواړم د دغو مذاکراتو د ناکامېدو په تړاو خبرې وکړم، ځکه ټوله نړۍ د دغو مذاکراتو ملاتړ کوي.»

له بلې خوا،  پاکستان هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د بیانونو له تبادلې اندېښمن شوی او د اسلام اباد په منځګړیتوب د خبرو دویم پړاو ناکامېدو له وېرې یې یو ځل بیا چین ته مخه کړې.

داسې ښکاري چې چین هم دا ځل غلی پاتې شي او دې خبرې په اسلام اباد کې د پلان شویو مذاکراتو  پر برخلیک سیوری غوړولی.

د شنونکو په باور، د تهران او واشنګټن ترمنځ اساسي ستونزه د ایران اټومي پروګرام دی چې امریکا یې د خبرو اساس بولي، خو اوس د  هرمز تنګي برخلیک هم هغه څه دي چې په اړه یې د تهران او واشنګټن نظرونه ډېر زیات واټن لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist