Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/21

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وایي، د پاکستان حکومت او پوځ د خپل بام واورې پر بام پرې اېښې دي او په ځای یې د نورو له بامونو واوري پاکوي.

مولانا فضل‌الرحمن ویلي، پاکستان که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، خو په خپله له جدي سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه په لاهور کې یوې غونډې ته دغه راز ویلي، پاکستان له هند او افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي او دې وضعیت د سوداګرۍ پر چارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.

د هغه په خبره،  د دې ستونزو له امله نه یوازې اقتصادي وضعیت خراب شوی بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم ناخوښ دي او پانګونه یې کمه کړې ده.

مولانا فضل‌الرحمن وړاندې ویلي: « زه د پاکستان د پالیسیو له جوړونکو یو څو پوښتنې لرم؛ هغه کسان چې د هېواد بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ جوړوي. دوی ته باید وویل چې اوس‌مهال پاکستان له هند او افغانستان سره ټولې لارې تړلې دي. تاسو پوهېږئ چې پاکستان یوازې همدا دوې سوداګریزې لارې لري او موږ دغه دواړه تړلې دي. چین له موږ خفه دی او دلته له پانګونې څخه منډې وهي او له ایران سره مو اړېکې لا معلومې نه‌دي. اوس تاسې ووایاست چې پاکستان او اقتصادي وضعیت یې کومې خواته روان دي؟»

مولانا فضل‌الرحمن د اقتصادي راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي، خلک له لوړو بیو سره مخ دي او د هرمز تنګي د وضعیت له امله د سون توکو بیې هم ناڅاپي لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د ګرانۍ په ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او ښايي بیا پیل شي.

فضل‌الرحمن د پاکستان له حکومت غوښتي چې د سیاسي او اداري اصلاحاتو لپاره جدي ګامونه پورته کړي؛ ځکه د هغه په باور اوسنی وضعیت د پالیسۍ کمزوري ښيي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « که څه هم ښايي د فضل الرحمن د دې خبرو تر شا نورې موخې هم وي، خو بیا هم خبرې یې واقعیت دي. د پاکستان حکومت باید لومړی خپلې ستونزې حل کړي، له ګاونډیانو سره دې شته ستونزې هوارې کړي او بیا دې د نړۍ فیصلې کوي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان د امریکا په اشارې غواړي چې له ایران سره د خبرو او سیاسي ډیالوګ زمینه برابره کړې.
د دوی په خبره، دا هېواد تل په سیمه کې د امریکایي ګټو او اشارو لپاره هڅې او زمینې برابروي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو کوربه توب د پاکستاني حکومت کوم ځانګړی نوښت نه دی بلکې دا د امریکا غوښتنه ده. امریکا غواړي ایران د پاکستان په وسیله بوخت وساتي او دوی د جګړې لپاره اکمالات وکړي او بېرته جګړه پيل کړي.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن داسې مهال په خپل هېواد کې د سیاسي او اقتصادي ستونزو په تړاو غږ پورته کوي چې دا هېواد له وروستیو څو کلونو راهیسې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه وضعیت له سختو ننګونو سره مخ دی.

په پاکستان کې ولسي خلک او سیاسي ګوندونه د دې وضعیت اصلي لامل هلته حاکم سیاسي قشر او پوځ بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist